پکتیا پوهنتون فارغ محصلین: طالبان دې راته د کار زمینه برابره کړي

انځور: اطلاعات روز خبریال

د پکتیا له پوهنتون تازه فارغ شوي ځوانان د راتلونکي په اړه اندېښمن دي او وايي، که په هیواد کې دننه ورته د کار زمینه برابره نه شي، مجبور دي چې د مزدورۍ لپاره بهرنیو هیوادونو ته لاړ شي.

د یاد پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي له بېلابېلو څانګو فارغ زده کړیالان د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې دوی ته په کور دننه د کار زمینه برابره کړي.

د ژورنالیزم له څانګې فارغ  عمر ځواک اطلاعات روز ته وايي، په دې خوښ دی، چې له پوهنتون څخه د د فراغت سند اخلي خو نوموړی د راتلونکي برخلیک په اړه اندېښمن دی او وايي: «مونږ نن ډېر خوشحاله یو، چې څلور کلنه دوره په بریالیتوب پای ته رسوو او له پوهنتون څخه د فراغت سندونه اخلو، خو اندېښمن په دې یو، چې په روان وضعیت کې به مونږ ته د کار زمینه برابره شي او کنه.»

دوی زیاتوي، که طالبان ورته په کور دننه د کار زمینه برابره نه کړي، مجبور دي چې د خپلو اقتصادي ستونزو هواري په موخه بهرنیو هیوادونو ته د ورتګ هڅه وکړي.

په دې اړه یو بل فارغ ځوان ذکي ستانکزي وویل: « زموږ ملګرو کې ډېر داسې کسان شته چې دوی له وړاندې بهر ته د تګ اراده کړې، ځکه که دلته وضعیت او بې روز ګاري همداسې دوام وکړي، نو ځوانان مجبور دي، چې د کار او مزدورۍ لپاره ګاونډیو او یا هم اروپايي هیوادونو ته لاړ شي.نو زمونږ له نوي حکومته دا غوښتنه ده، تر څو پوهه او تعلیم یافته ځوانانو ته په هیواد کې دننه د کار زمینه برابره کړي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا پوهنتون ریس پوهنمل عبیدالله اخندزاده اطلاعات روز ته وویل، چې دا دوره به د لس سلنه انجونو په ګډون ۱۵۰۰ ځوانانو ته د فراغت سندونه ورکړل شي.

نوموړي وویل: «مونږ په دغه دوره کې د ادبیاتو له پوهنځي ۲۰۴ تنه فارغ شول او په ټوله کې بیا د پکتیا له پوهنتون څخه ۱۵۰۰ کسان چې له دې ډلې یې ۱۰ سلنه انجونې دي، دوی به د فراغت سندونه تر لاسه کوي.»

د مالوماتو له مخې پکتیا پوهنتون ته سږکال له دولسم ټولګیو ۶۰۰ انجونو په ګډون ۲۸۰۰ زده کوونکو لاره موندلې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه