کندهار کې د لاسي خامکي غاړو خرڅلاو کم شوی دی

خبریال: وحيد الرحمن افغانمل

اطلاعات روز: کندهار ولایت کې د لاسي کندهارۍ غاړو بازار اوس د سقوط له ګواښ سره مخامخ شوی  دی.

کندهارۍ لاسي خامکي غاړې چي د داخلي شهرت تر څنګ نړيوال شهرت هم لري اوس يې بازار تر پخوا نيم برابر لوېدلی دی او هغې ښځينه وو چې پخوا يې غاړې جوړولې اوس زړه نه ورته ښه کوي. 

دا کسب چي تر ډېره حده پورې يې په دغه ولايت کې ښځينه پر مخ وړې وايې، اوس د پخوا په ډول بازار نشته او نه هم د پخوا په شان دومره دېرې لاسي خامکي غاړې جوړيږي. 

هغوئ غاړو د کاروبار د شا ته پاته کېدو لامل دا يادوي چي کار په مېاشتو غواړي او بيه ورځ تر بلې ټيټېږي. 

د کندهار اوسېدونکې مرحمه اطلاعات روز ته داسې وايي، پخوا به يې له کورونو غاړې راټولولې او وروسته به يې بازار ته د خرڅلاو له پاره وړلې او دوکاندارانو او خلکو به ترې اخيستې، خو اوس یې بيه ټيټه شوې نه ښځې زړه ورته ښه کوي چي په دې بيه نورې غاړې جوړې کړي او نه هم دوکانداران زړه ښه کوي څو په لوړې بيې د دوئ څخه غاړې و پيري.

کندهار کې د لاسي خامکي غاړو کسب تر ډیره ښځې پرمخ وړي

مرحمې وويل، پخوا به دوئ يوه لاسي کندهارۍ غاړه بازار کې  په لس زره افغانۍ او يا تر هغه په لوړ قيمت خرڅوله خو اوس هغه غاړه په شپږ يا پنځه زره افغانۍ هم څوک نه اخلي.

دا وايې، اوس چي له کورونو څخه غاړې راټولوي او بيا يې په بازار کي پر دوکاندارنو خرڅوي تر نيمايي يې لا ګټه کمه وي.

د مرحمې په خبره، (( خواري کاږو، زحمتونه پر ځان وړو، کور په کور په غاړو پسې ګرځو او کله چي يې پيدا کړو بيا بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړو، اخر مو د ټولې ورځې ګټه درې يا څلور سوه افغانۍ شي، تر هغه نيمې ډېرې پيسې زموږ څخه په کرايه کې ځي.))

هغې وويل، د هغو ښځو شمېر هم نېږدې نيم ته را ټيټ شوی چي پخوا يې کندهارۍ خامکي غاړې جوړولې‌‌ او وروسته به دوئ ورڅخه رانيولې.

 بي بي امينه چي په کور کي لاسي غاړې رغوي اطلاعات روز ته وايې، يوه غاړه رغول له دريو میاشتو څخه تر شپږو يا هم اته و مياشتو پورې وخت نيسي، خو اوس چي د لاسي غاړو قيمتونه ټيټ شوي او نور هم د کښته کېدو په حال کي دي نو ښځې زړه نه  ښه کوي چي د پخوا په څېر ډېرې غاړې جوړې کړي.

 بي بي امينې وویل، (( موږ په يوې غاړي پنځه يا هم شپږ مياشتې خواري وکاږو، خو هغه ښه غاړه تر لس زره افغانۍ پورته څوک نه رانيسي، مجبورۍ دې ته درولې يم چي غاړې جوړې کړم.))

د کندهار زیاترو ښځو اوس د خامکي غاړو له جورولو لاس اخیستی ځکه چې بازار نه لري

دا وايې، اوس وخت يوازي د خپلو قريبانو او دوستانو له پاره غاړې جوړوي، نور وخت کله وزګاره او کله پر کار وي.

له دې ټولو سره، سره په دغه ولايت کي د کندهاري لاسي غاړو دوکانداران وايې، د لاسي غاړو قيمتونه ټيټ شوي او پلور يې تر پخوا څو چنده کم رنګه شوی دی.

دوئ وايي، اوس تر لاسي غاړو د کمپيوټري غاړو بازار ډير ګرام دی، ځکه په وينا يې، لاسي خامکي غاړې قيمته دي او کمپيوټري غاړې ارزانه دي.

د دوئ په وينا، (( په اوس وخت کې هر څوک خپل اقتصادي حالت ته ګوري بيا يو جنس را نيسي، ځکه ډېر کسان د اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ګرانو غاړو ته زړه نه ښه کوي.))

دوئ وايي، د تېرو کلونو په نسبت اوس د کندهارۍ لاسي خامکي غاړو پير او پلور تر څلويښت سلنه کم شوی دی.

کندهار دوکانداران وایي، بازار ته د کمپیوټري غاړو راتګ سره لاسي غاړې څوک نه اخلی ځکه چې قیمت یې لوړ دی

د لاسي غاړو يو تن دوکاندار چي خپل نوم محمد عمر يادوي اطلاعات روز ته داسې وويل، (( د لاسي غاړو په خرڅلاو کي څلويښت سلنه کموالی راغلی دی، که څه هم کندهارۍ لاسي خامکي غاړې خپل شهرت لري او ارزښت نه بايلي خو د پخوا په شان يې خلک نه رانيسي، ځکه پخوا ډېرو کسانو بهر ته وړلې، ډېرو نورو ولايتونو ته وړلې مګر اوس څوک بهر ته نه ځي، په داخل د افغانستان کي د خلکو اقتصادي حالت خراب دی.))

عمر وايې، اوس يوازي خلک د ودونو لپاره لاسي غاړې رانيسي نور یې څوک اخیستو ته زړه نه ښه کوي.

دی له موسېساتو او انجوګانو څخه غواړي څو د هغو ښځينه وو حمايت وکړي چي لاس غاړې رغوي او اوس د اقتصادي ستونزو څخه کړيږي.

دا په داسې حال کي ده چي پخوا ځينو موسېساتو ښځو ته د لاسي صنایعو مرکزونه جوړ کړي وو چې ښځو به د لاسي غاړو تر څنګ نور ډېر لاسي توکې هم جوړول خو اوس هغه مرکزونه ټول تړل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه