ارزګان خلک: که طالبان ټول ګډونه حکومت جوړ نه کړي، هیواد کې به بیا ځل جګړه پېل شي

اطلاعات روز: د ارزګان اوسیدونکي وايي، د طالبانو له لوري د نړیوالو غوښتنې نه منل او د ټول ګډونه حکومت نه جوړول به ناوړه پایلې ولري او هیواد کې به بیا جګړه پېل شي.

ددغه ولايت خلک وايي واک ته د طالبانو رسيدو وروسته هغوئ په ګڼو ملکي ادارو کې خپل کسان ځای پر ځای کړي او نورو افغانانو ته ادارو کې ځاي نه ورکوي.

د دې ولایت يوه اوسيدونکي عبدالرحيم په دي اړه د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې که طالبان دغه ډول خپلو چارو ته دوام ورکړي لېري نه ده چې حکومت به يې نسکور شي.

هغه وايي د طالبانو دغه ډول حکومت يو طرفه دی او دوئ په خودسره ډول حکومتولي کوي.

هغه وویل:« له هغه وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، نو ورسره د خلکو اقتصاد کمزوری شو، ګڼو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې، لامل یې دادی چې طالبانو د ټوپک په زور پر افغانستان ولکه ټینګه کړه او ټول ګډونه حکومت یې نه دی جوړ کړی او د نړیوالو غوښتنې یې نه دي منلي.»

ددغه ولايت اوسيدونکي وايي طالبان په لوی لاس غواړي چې افغانستان له پرمختګ څخه بې برخې کړي او تېرې دورې شل کلنې لاسته راوړنې ترپښو لاندې کړي.

دارزګان يوه بل اوسيدونکی غلام جان وايي طالبان دي په خپلو ادارو کې هغه کسان ځای پر ځای کړي چې په تير حکومت کې یې دندې ترسره کړي او مسلکي کسان وي.

ده د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل:« طالبانو چې کوم څه  اوس پیل کړي دي دا نه د افغانانو په ګټه دي او نه هم د دوئ د حکومت؛ مسلکي کسان يې ټول پر کور کړي دي هره څه دوئ په خپل لاس کې اخيستي دي په کار ده چې داسې يو حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان پکې خپل ځانونه وويني.»

د ارزګان ولایت یو بل اوسېدونکی او د نظر خاوند ولي محمد پخلا بیا په دې باور دی چې که طالبانو ټولشموله حکومت جوړ نه کړي او د نړیوالو غوښتنې ونه مني، نو په وینا یې دا به د یوې بلې جګړې پیل وي.

دا په داسې حال کې ده چې هیڅ هیواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت ندی پیژندلی. د ښځو حقونه، زده کړې، د لږکیو حقونه، بشري حقونه او د ټولشموله حکومت جوړول بیا د طالبانو حکومت د رسمیت پیژلو لپاره د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دي.

طالبان بیا ادعا کوي چې دوئ د رسمیت پیژندلو ټول شرطونه پوره کړي، مګر دغه ډلې تراوسه د نړیوالې ټولنې باور ندی ترلاسه کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه