اطلاعات روز: د نورستان ولایت کې د طالبانو د کلیو او پراختیا رییس احسان الله موحد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، یادې درې واړه پروژې په څلورو میاشتو کې بشپړېږي چې لګښت یې د ملګرو ملتونو یونیسف ادارې له خوا ورکول کېږي.
نوموړی همداراز وایي، د دغو درېیو پروژو چې یوه یې د مرکز اړوند د « کانتیوا پایوک اباد»، دویمه د واما ولسوالۍ د « اکټه بند» او درېیمه د کامدېش ولسوالۍ د « برمنډه ګل» له شوراګانو سره لاسلیک شوې، چې ټول ټال لګښت ۸،۵ میلیونه افغانۍ کېږي.
هغه وایي، د یادو پروژو په پلي کیدو سره به شاوخوا لس زره کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي، چې د خلکو پر اقتصادي وضعیت به مثبته اغېزه وکړي.
د نورستان د کلیو او پراختیا د رییس په خبره له دغو پروژو بشپړېدو سره به سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
د پایوک اباد شورا رییس عبدالرحمن وایي، چې د دوئ کلي له دې مخکې د څښاک پاکې اوبه نه لرلې چې له امله یې کلیوال وخت ناوخت پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېدل.
هغه زیاتوي، د دې پروژې په عملي کېدو به د دوئ د کلي ۲۷۷ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه ورسېږي.
نوموړی د دغو پروژو پر قرارداد خوښ دی او له اړونده ادارو د ورته نورو بنسټيزو پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي.
دغه راز د نورستان د کامدیش ولسوالۍ اوسیدونکي نورالله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دوئ کلي ته هم د دې پروژې له برکته ۲۲ لکه افغانۍ ورکول کېږي چې په وسیله به یې لسګونو کورنیو ته د څښاک اوبو اسانتیا برابره شي.
نورستان د هېواد په ختیځ کې غرنی ولایت دی چې ډېر کلي یې د څښاک پاکې اوبه نه لري او اوسېدونکي یې د ویالو او خوړونو له اوبو کار اخلي.
