ننګرهار کې د رمضان جام کرېکټ شل اوریزه سیالۍ پیل شوې

انځور: اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: کرېکټ بورډ اداره وایي، چې ننګرهار کې د رمضان جام کرېکټ شل اوریزه سیالۍ پیل شوې چې ټولټال به پکې لس لوبدلې ګډون ولري.

ننګرهار کې د کرېکټ بورډ ادارې سرپرست نعمت عالم نن (پنجشنبه،۱۸ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دکرېکټ دغه شل اوره سیالۍ به د شپې له خوا ترسره کیږي، چې د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه به په کې لس لوبډلې ګډون ولري او د روانې روژې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

عالم وایي، د دې سیالیو موخه لوبغاړو ته د تفریح ترڅنګ د ځوانو استعدادونو په نښه کول دي.

عالم زیاتوي:« ننګرهار د سپین غر کرېکټ اکاډمي او کرېکټ بورډ په ګډه همکارۍ د کرېکټ شپنۍ شل اوریزه سیالۍ نن پیل شوې، چې د هیواد له ټولو ولایتونو څخه په کې لس لوبډلې ګډون لري او د روژې ترپایه به دوام وکړي، د سیالیو له ترسره کیدو موخه د لوبغاړو تشویق او د ځوانو استعدانو پیدا کول دی.»

 د اختر پاچا په نامه یو لوبغاړی چې له پکتیا ولایت څخه دغه ولایت ته راغلی او لوبه کوي.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، لوبغاړي هم د یادو سیالیو له ترسره کیدو خوښ دي او دا لوبې د کورني کرېکټ د پرمختګ لپاره یو ښه فرصت بولي.

اخترپاچا زیاته کړه:« کومې سیالۍ چې د شپې له خوا پیل شوي مونږ ورته ډیر زیات خوشاله یو او دا ډول سیالۍ کولای شي دهیواد کورنۍ کرکټ لا پیاوړی کړي او هغه لوبغاړي چې د ښه کرکټ کولو استعداد لري دلته ښه ځلیدلی شي، غوښتنه کوو چې د کرکټ برخې لپاره زیات کار وشي او لوبغاړي تشویق شي.»

عام وګړي هم د کرکټ پیل شویو سیالیو ترسره کیدل د تفریح لپاره ښه فرصت بولي او دا سیالۍ د یووالي او امن لپاره يوه ښه پيلامه ګڼي.

۳۵ کلن نور محمد د یادو سیالیو لیدو ته له بهسود ولسوالۍ راغلی، هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې دکرکټ بورډ له مسولینو غوښتنه وکړه،چې دکرکټ یادې سیالۍ دې ولسوالیو ته هم وغځوي.

نور محمد زیاتوي:«زه له خپلو ملګرو سره د کرکټ سیالیو ته راغلی یم، ډیر زیات خوشاله یم چې د امن په فضا کې کرکټ سیالۍ ترسره کیږي او ټول خلک خوشاله دي چې دلته دکرکټ لوبو ته راځي او خپل ساعت تیروي.»

 یاده دې وي، چې هرکال د روژې مبارکې میاشتې  په راتګ په ننګرهار کې د رمضان جام لوبې ترسره کېږي، چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو کرکټ لوبغاړو ته په کې د لوبېدو زمینه برابرېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه