اطلاعات روز: ننګرهار کې له ۱۲ زره بیوزله کورنیو سره د ۱۲۸ میلیونه افغانیو نغدي مرسته ترسره شوه.
د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتر څخه نن (پنشنبه، ۱۸ د وري) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې ولایت په سره رود او يو شمېر نورو سيمو کې د خوړو د نړيوال سازمان له لوري او د FGA ادارې په تخنيکي همکارۍ له دوولس زره او ۱۷۰ کورنیو سره ۱۲۸ ميليونه او ۷۵۴ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
خبرپاڼې د مسوولو چارواکو له قوله ویلي، چې په ترسره شوې مرسته کې مرسته شوې پیسې په دوه برخو ویشل شوي چې ۹۲۷۰ کورنیو له ډلې څخه هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ رسیدلي او ۲۹۰۰ کورنیو له ډلې څخه هرې کورنۍ ته ۵۴۰۰ افغانۍ نغدي مرسته رسیدلي ده.
په ننګرهار کې یادې مرستې داسې مهال ترسره کیږي، چې زیات شمیر خلک شکایت کوي چې دا مرستې تر ډېره اړمنو ته نه ورکول کېږي او مستحقې کورنۍ پکې له پامه غورځول شوي دي.
