اطلاعات روز: هلمند کې د کرنې او مالدارۍ رياست طالب چارواکي وايي تازه يې هڅې پیل کړې دي چې پرسلګونه جريبه ځمکه د خرما باغونه جوړ کړي.
د هلمند د کرنې ریاست د دودولو عمومي مدیر شاه محمد وايي، تردې مخکي هم د هلمند ولايت په څلور ولسواليو نهرالسراج، ناوه، نادعلي او ګرمسېر کي په ۴۱۵ جریبه کرنیزو ځمکو کي د بېلابیلو میوو باغونه جوړ شوي دي.
هغه وايي داځل به د هلمند په ولايت کې د خرما د ترويج په هدف د يو منظم پلان له مخي د خرما باغونه جوړ کړي.
نوموړی وايي: «پلان لرو چي په راتلونکو کلونو کي تقریباً د هلمند په ۵۰۰ جریبه ځمکو کي خرما وکرو کرنې ریاست هر وخت دهلمند کرونده ګرو سره دکرنیزو ځمکو په ساحه کي همکار دی »
په ورته مهال دهلمند کروندګر او عام خلک هم دخرما د ترویج دغه تازه اقدام ته خوښ دي او زياتوي چې ددغه ډول باغونو په جوړيدو سره به د خلکو اقتصادي حالت ښه شي.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار يو اوسيدونکي محمد بشير چې خپله هم د خرما څو وني لري زياتوي چې د نورو هېوادونو په پرتله هلمندۍ خرما کيفيت او خوند ښه دی.
هغه وايي هلمند چې د خرما د باغونو جوړيدو لپاره مناسبه اب هوا لري په کار ده چې د مسوولينو له خوا په بیلابیلو سيمو کې دغه ډول باغونه جوړ شي.
دی وايي:«زموږ او د نورو هېوادونو د خرما خوند او په هرڅه کې توپیر دی زموږ خرما ډير ښه خوند لري باید حکومت په هلمند کې د خرما باغونو جوړيدو ته خاصه پاملرنه وکړي او په بیلابیلو سيمو کې د خرما باغونه جوړ کړي ترڅو دلته د خلکو اقتصادي حالت ښه شي.»
د نادعلي ولسوالۍ يو اوسيدونکی احسان الله وايي دکرنې رياست دي په دغه ولايت کې د خرما داسي باغونه جوړ کړي چې پر وخت او ژر حاصل ورکړي.
دی وايي:«ترټولو ښه لاره داده چې د خرما ونو ته القاح ورکول شي، بیا ژر حاصل ورکوي که دغه کار ورسره ونه شي ګټه نه کوي.»
داپه داسي حال کې ده چې سږکال په هلمند کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولينو خبر ورکړی دی چې په دغه ولايت کې يې د يوې موسېسې په مرسته په ۴۵۰ جريبه ځمکه د ميوه لرونکو نیالګیو د ايښودلو لړۍ پیل کړې ده.
د هلمند ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي په نوي جوړيدونکو باغونو کې به ۲۰ سلنه مصارف د ځمکه لرونکي لخوا اوپاته مصارف به د همکارې موسېسي لخوا ورکول کيږي.
هلمند چې د کرنې لپاره پراخه ځمکه او اوبه لري ډير شمير خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. هلمند د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه شميرل کيږي چې هر کال پکې په پراخه توګه د کوکنارو کښت کيږي او د کروندګرو لپاره ښه عاید ګڼل کېږي.
