ننګرهار کانال ریاست: سږکال د ننګرهار خرما بڼ حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: د ننګرهار کانال ریاست مسوولین وایي، سږ کال د دغه ولایت د خرما بڼ حاصلات شل ټنه اټکل شوي دي.

د یادې ادارې ویاند سید همایون غریبمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې سږکال په دغه ولایت کې د خرما په حاصل کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

نوموړی وایي، چې تیر کال یې د کانال اړوند د فارم هډې خرما بڼ څخه ۱۳ ټنه حاصلات راټول کړي وو، خو سږکال تمه لري چې حاصلات به یې دتیر په پرتله زیات وي او شل ټنه حاصل به راټول کړي.

غریبمل زیاتوي:«د ننګرهار د کانال ریاست اړوند فارم هډې سیمه کې دخرما بڼ چې په ۴۰ جریبه ځمکه جوړ شوی، تیر کال د یاد بڼ د خرما حاصلات ۱۳ ټنه وو، خو سږکال زمونږ د اټکل له مخې به یې حاصلات شل ټنه وي او لا هڅه کې یو چې هر کال یې حاصلات زیات شي.»

نوموړی د خرماوو د حاصلاتو د ډیر والي لامل د خرماوو په بڼ کې د کرنیزو اسانتیاوو زیاتوالی او د خرماوو د نویو بوټو په حاصل راتلل یاوي.

د غریبمل په خبره ننګرهار د موسمي جوړښت له مخې د خرما د کښت لپاره مناسب دی او هڅه کوي د خرما د کرکیلې لړۍ هغه ولسوالیو ته هم وغځوي چې خرما په کې ښه حاصل ورکوي. 

غریبمل زیاته کړه « د کانال ریاست اړوند د خرما بڼ کې ټولې کرنیزې اسانتیاوې برابرې شوي او همدا لامل دی چې هر کال یې حاصلات زیاتیږي او همدارنګه د خرما د نورو باغونو د جوړیدو په هڅه کې هم یو، تازه مو د همدې بڼ په خوا کې په ۲۵ جریبه ځمکه بل نوی دخرما بڼ جوړ کړی او لا هڅه کې کوو، چې د خرما کرلو په برخه کې نور باغداران هم وهڅوو او ولسوالیو ته یې وغځوو.»

د کانال ریاست اړوند فارم هډې سیمه کې د خرما د باغ مسوول عبدالقیوم اطرافي وایي، د خرما دا باغ چې دیارلس کاله وړاندې د سعودي عربستان له لوري په امتحاني ډول کینول شوی و، څلور کاله کیږي چې د خرما دا بڼ شپږ ډوله حاصل ورکوي.

نوموړی وایي، که اړین وسایل او نورې کیمیاوي سرې په وخت خرماوو ته ورکړل شي تمه شته چې حاصلات به یي په راتلونکې کې له دې هم زیات وي.

اطرافي زیاتوي:« که حکومت د خرما بڼونه زیات کړي او همدارنګه د کیمیاوي سرو او نورو اړینو وسایلو په برخه کې پاملرنه وشي، نو تر ډیره به د خرماوو حاصلات زیات او همدارنګه به خلکو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.»

عام خلک وایي، تر بل هېواده خپل تولید خوږ دی، خو له مسوولینو غواړي، چې تولید ډېر او بیې راکمې کړي، څو ټول خلک ترې ګټه واخلي.

د کانال ریاست د مالوماتو له مخې د خرما یاد بڼ کلونه وړاندې د یاد ریاست اړوند له لوري د جلال اباد ښار په ختیځه څنډه کې په۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او شاوخوا ۲۷۰۰ د خرما ونې په کې کینول شوي چې سعودي عربستان افغانستان ته ورکړې وې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه