اطلاعات روز: کندهار کې طالبانو د ټولو هغو کسانو هټۍ تړلي چې په لوړه بیه یې توکي پلورل او په احتکار یې لاس پورې کړی وو.
کندهار کې د طالبانو د ښاروالۍ وياند زمري څرګند د اطلاعات روز سره په يوې مرکه کې وويل چې وروسته له هغه چې يو شمير هټۍ والو د لومړنيو توکو قيمتونه لوړ کړل او احتکار يې شروع کړ د ښاروالۍ د نرخونو کنټرول کميټې د ښار په بیلابیلو ناحيو کې يو شمير هټۍ وتړلې.
هغه وايي، ياده کميټه هڅه کوي ترڅو په ښار کې د ټولو هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې احتکار کوي او د توکو نرخونه لوړوي.
د څرګند په خبره چې تردامهال يې د ښار د ټولو برخو څخه نظارت کړی دی او په بیلابیلو برخو کې يې داسي کسان موندلي دي چې د روژي مياشت رارسيدو په موخه يې توکو ذخيره کړي وو او غوښتل يې چې احتکار وکړي.
نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې د احتکار کولو څخه لاس واخلي او د روژي مبارکې مياشتې په خاطر دې پر خلکو د لومړنيو توکو قيمتونه نه لوړوي.
هغه وايي:«هوکې موږ د ښار په بیلابیلو برخو کې د توکو د نرخونو په هدف نظارت وکړ د ښار په نهمه ناحيه کې مو د يوشمير هغو کسانو دوکانونه وتړل چې احتکار يې کاوه او يايې نرخونه لوړ کړي وو، دغه پروسه جريان لري موږ به وخت پر وخت د توکو له نرخونو څخه نظارت کوو.»
په ورته وخت کې خلک هم د ښاروالۍ له دغه اقدام څخه هرکلۍ کوي او غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې هم وخت پر وخت د ښار د خوراکي او نورو اړينو توکو د قيمتونو څخه نظارت وکړي.
د کندهار ښار يوه اوسيدونکی اباسين د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې د روژې په راتګ سره په ټول ښار کې د هر ډول توکو قيمتونه زيات لوړ شوي و، او د خلکو دومره توان نه و، چې ياد توکي وپيري.
هغه د ښاروالۍ دغه اقدام پر ځاي ګڼې او غوښتنه کوي چې ټولو هغو کسانو ته سزا ورکړي چې پر خپل سر يې د توکو قيمتونه لوړ کړي دي.
دی وايي د پخوا په پرتله د لوموړنيو توکو قيمت لوړ شوی دی او خلک یې د پیرلو وس نه لري.
اباسين اطلاعات روز ته وويل: «دا ډير ښه او پر ځاي اقدام دی موږ ورڅخه مننه کوو د هرشي قيمت لوړ شوی دی هيڅوک د توکو اخيستلو توان نه لري موږ غوښتنه کوو چې په راتلونکي کې هم دغه ډول نظارت د توکو له قيمتونو څخه وشي.»
پر همدي مهال ديني عالمان هم د اسلام له نظر احتکار کول ناروا عمل ګنې او له خلکو غواړي چې د روژي مبارکې مياشت کې د خلکو سره دغه ډول چلند و نه کړي.
يو تن ديني عالم مولوي عطاءالله خادم وايي هغه کسان چې احتکار کوي اوياهم د خلکو له اړتيا څخه په ګټې اخيستني اړين توکي په لوړ قيمت پلوري باید مجازات شي.
داپه داسي حال کې ده چې په ټول هېواد کې دامهال دلومړنيو توکو قيمتونه لوړ شوي دي او خلک د طالبانو پر حکومت نيوکه کوي چې د توکو د قيمتونو په کنټرول کې پاتې راغلي دي.
