طالبان ګردېز ښار کې پر نشه روږدي کسان ټولوي

انځور: اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: طالبان د پکتیا ګردیز ښار ټول هغه معتادین راټولوي چې د ښار په واټونو او کوڅو کې ګرځي.

د پکتیا لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، چې دوئ د ښار له بېلابېلو برخو د هغو کسانو راتولونه پیل کړې، چې پر نشه يي موادو روږدي دي.

په امنیه قومندانۍ کې د طالبانو د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې مدیر بلال کریمي وايي، چې یاد کار یې پر نشه يي موادو د اخته کسانو درملنې په موخه پیل کړی دی.

نوموړی زیاتوي، چې تر اوسه یې د ښار له بېلابېلو برخو لسګونه کسان راټول کړي او د ښې درملنې په موخه یې د پکتیا ولایت د نشه يي کسانو درملنې شل بستریز روغتون ته انتقال کړي دي.

هغه وویل: «تقریبا مونږ د نشه يي موادو قاچاق، د نشه يي کسانو راټولونه او هم دې ولایت ته د نشه يي موادو د انتقال مخنیوي لپاره هڅې کړي او لاهم تلاش کوو، چې په ګردېز ښار کې ټول روږدي د درملنې په موخه راجمعه کړو او ترڅنګ یې په دغه ولایت کې په ټوله مانا د نشه يي توکو په برخه کې هر ډول کړنې ته د پای ټکی کېږدو.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا لپاره د امنیه قومندانۍ طالب ویاند عمر بدري وویل، چې پر نشه د روږدو کسانو له جمعه کولو وروسته په ښار کې د غلا او نورو جنايي پېښو کچه هم د پام وړ راټیټه شوې ده.

نوموړی وايي: «له کوم وخت وروسته چې مونږ پر نشه يي توکو د روږدو کسانو راټولونه پیل کړې، نو له هماغه نېټې وروسته په ښار کې د غلا، چور او نورو جنايي جرمونو کچه هم د پام وړ راکمه شوې ده.»

په ورته مهال بیا پر نشه روږدي ځوانان له اوسني وضعیت خوښ دي او وايي، چې روغتون ته په را انتقال یې ژوند مخ په ښه کېدو دی.

په نشه یو تن معتاد سیدالله اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې په روغتون کې یې د درملنې ترڅنګ سپورت، دیني او نورو حرفوي زده کړې هم پیل کړي دي.

سیدالله وايي: «مونږ پخوا په ښار کې تر بلاحصار لاندې او یا هم تر پلونو لاندې به په ډېر بد وضعیت کې ژوند کاوه، خو اوس چې دلته را انتقال شوي یو، نو دلته مو درملنه هم پیل شوې، سپورت او دیني زده کړې هم کوو.»

د سویل ختیځ زون په کچه په پکتیا ولایت کې په مخدره موادو د روږدو درملنې په موخه شل بستریز روغتون د عامې روغتیا وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، چې د پکتیا سربېره ورته له پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو هغه معتادین د درملنې په موخه راوړل کیږي، خو اوس مهال دغه روغتون د وسایلو او نورو امکاناتو له کموالي سره مخ دی.

اقتصادي ستونزې، کورنی تاوتریخوالی او نا امني هغه لاملونه دي، چې ځوانان د نشه يي توکو استعمال ته مجبوروي. د پکتیا اوسېدونکي وايي، که حکومت ځوانانو ته د کار زمینه برابره نه کړي، ښايي په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر لا زیات شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه