ننګرهار کې د طالبانو له لوري؛ کور په کور تصفېوي عملیات پېل شوي

انځور: اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې کور په کور تصفېوي عملیات پيل شوي دي.

پدې ولایت کې د طالبانو ښاري مرستیال نصیر احمد روحاني اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې عملیات یې بریالي روان دي.

د نوموړي په خبره د طالبانو لخوا په پيل شویو عملیاتو کې له دوئ سره ښځينه پولیسې هم ملتیا کوي او موخه یې د نا امنیو مخنیوی دی.

روحاني وایي:«کوم عملیات چې اوسمهال د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د افغان ګډو ځواکونو له لوري پیل شوي، موخه یې د عام خلکو د امنیت خوندیتوب دی او همدارنګه په دې عملیاتو کې له مونږ سره ښځینه پولیسې، د کلي ملا امام او قومي مشران هم ګډون لري، د پیل شويو عملیاتو پرمهال مو ګڼ شمیر وسلې او مهمات ترلاسه کړي او زیاتره یې هغه دي چې د حکومت د سقوط پرمهال ځینو خلکو غلا کړې وې.»

نوموړي له هغه کسانو هم وغوښتل چې لا هم ورسره حکومتي وسلې، وسایط او یا نورې وسایل موجود دي  وړاندې تر دې، چې امنیتی ځواکونه یې ترې تر لاسه کړي خپله دې اړونده ادارو ته وسپاري.

روحاني زیاتوي :«د پیل شویو عملیاتو پرمهال نه یوازې وسلې نیول شوي بلکې یو تن د انسان تښتوونکو له منګلو هم وژغورل شو او همدارنګه هغه کسان چې دولتي وسلې ورسره وي غوښتنه کوو، چې مخکې له پلټنې یې امنیتي ارګانونو ته یې تسلیم کړي.»

بل لورته عام خلک هم د دې عملیاتو د هرکلي ترڅنګ د یادو عملیاتو پر چټکوالي ټینګار کوي او هیله لري، چې په دې سره به په دې ولایت کې د هر ډول تخریبي کړنو مخه ونیول شي.

د جلال اباد ښار د لسمې ویالې اوسیدونکی نصیر احمد چې تازه یې کور پلټل شوی اطلاعات روز ورځپاڼې ته د یادو عملیاتو له ترسره کیدو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ، چې د یادو عملیاتو پرمهال دې د پخوانیو زورواکو کورونه هم تالاشي شي.

نصیر احمد زیاتوي: «مونږ د پیل شویو عملیاتو ډیر خوشاله یو، کله چې دوئ کورونو ته د تالاشۍ لپاره داخلیږي له دوئ سره ښځینه پولیسې هم وي او په ډیر ښه ډول له خلکو سره چلند کوي، غوښتنه مو دا ده چې دا عملیات دې چټک شي ترڅو، د تخریبي کړونو مخه ونیول شي.»

په ټولنیزو رسنیو کې هم په ننګرهار کې د پيل شویو عملیاتو هرکلی شوی او خلک خوښ، خو غوښتنه یې داده، چې د هغه چا کورونه دې وپلټل شي، چې د تېر حکومت د سقوط پر مهال یې له نظامي ځایونو وسلې او وسایط پټ کړي.

دا عملیات داسې مهال پيلېږي، چې له دې وړاندې په مرکز کابل کې هم دا ډول عملیات ترسره شول، چې مثبت او منفي غبرګونونه یې له ځانه سره لرل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه