اطلاعات روز: زابل کې هوما خیریه موسېسې په سلګونه اړمنو کورنيو دمرستو د ويش لړۍ پیل کړه.
په دغه ولايت کې د هوما موسېسې ولايتي مسوول حضرت ولي جلالي د يادو مرستو د ويش پرمهال وويل چې مرسته شوي خوراکي توکي هغه کسانو ته ویشي چې سختې اړمنې وي.
دی وايي:« دغه مرستې چې بهرميشتو افغانانو راليږلي دي هغو کسانو ته ورکول کيږي چې سخت اړمن وي او د شپې تيريدو لپاره څه نه لري.»
په ورته وخت کې هغه کورنۍ چې يادې مرستې يې ترلاسه کړي دي وايي، دغه ډول مرستو ته يې زياته اړتيا درلوده او په خبره يې تر وروستيو سياسي بدلونو وروسته دوئ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
دغه کورنيو پر طالبانو او نورو مرسته کوونکو ادارو غږ کوي چې په راتلونکي کې دوئ هير نه کړي او مرستې ورسره وکړي.
په دې اړه دوه تنه مرسته اخيستوونکو نجيب الله او سيف الله د اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل:
نجيب الله وایي:«ددغو مرستو څخه موږ ډير خوشحاله يو ځکه په روژه کې موږ په کور کې هيڅ نه درلوده غوښتنه کوو چې نورې مرستې هم باید زموږ سره وشي.»
سيف الله بیا زیاتوي:« دغه د روژې مبارکه مياشت ده خلک هيڅ نه لري کار نشته چې مزدوري وکړي هيله ده چې ټول مرسته کوونکي په دغه مبارکه مياشت کې خپلې مرستې زياتې کړي.»
زابل چې د تېرو جګړو له امله یې خلکو ته زیات اقتصادی زیانونه اوښتي دا مهال یې خلک له زیات فقر او غربت سره مخ دي.
