کندهار نجونې: طالبان دې ښوونځیو ته د تګ اجازه راکړي

انځور: اطلاعات روز خبریال

لوی کندهار کې د اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: د کندهار نجوني وایي، نور باید د دوئ پر وړاندې د ښوونځيو دروازې خلاصې شي او د زده کړو اجازه دې ورکول شي.

د کندهار اوسېدونکې زرمينه آریا وایي، له تېرو شاوخوا اووه میاشتو راهیسي له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي د نجونو پر وړاندې بند دي او اوس هم اجازه نه ورکول کیږي چې نجونې زده کړو ته ولاړې شي چې دا ډېره خواشینوونکې ده.

د هغې په خبره، نجونې هم د تعلیم حق لري او په ټولنه کې ورته اړتیا ده تر څو، زده کړې وکړي او په هره برخه کې روزل شوې ښځې ټولنې ته وړاندې شي.

نجونې هم د تعلیم حق لري او په ټولنه کې ورته اړتیا ده تر څو، زده کړې وکړي

نموړې زیاته کړه، نړیواله ټولنه لکه څنګه چې د ښځو د تعلیم په برخه کې د دوئ ملاتړ کوي باید همداسې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي تر څو د زده کړو بهیر یو ځل بیا پیل شي.

اريا وايي:« تر شپږم ټولګي پوري اوس ښوونځي خلاص دي هغه هم ممکن بيرته بند شي تعليم باید نر او ښځه دواړه وکړي موږ د حکومت څخه غوښتنه کوو چې له اول ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي موږ ویره لرو که د خپل حق لپاره غږ پورته کوو د طالبانو له لوري به ونیول شو، موږ د نړيوالي ټولنې څخه غواړو چې زموږ د حقوقو لپاره غږ پورته کړي.»

د کندهار یوه بله اوسېدونکې مريم بیا وایي، لکه څنګه چې تعلیم پر نارینه فرض دی همداسې پر ښځو هم فرض دی او په اوسني عصر کې د ښځو عصري زده کړو ته ډېره اړتیا ده.

د هغې په خبره، طالبان باید نور د نجونو د زده کړو مخه ونه نېسي او نجونو ته اجازه ورکړي چې د پخوا په څېر خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

مریم اطلاعات روز ته وويل، که چیرې په ټولنه کې ښځينه ډاکټره، قابله او یا هم نورو برخو کې روزل شوې ښځې نه وي نو افغانان به بیا هم بهرنیو هېوادونو ته مجبور وي.

دې وویل:«حکومت باید تر شپږم ټولګۍ پورته نجونو ته د زده کړې اجازه ورکړي ځکه که داسي ونه شي موږ به بیا نورو هېوادونو ته اړيو ځکه ډاکټرانې به نه لرو په نورو هېوادونو کې ښځې هم زده کړې کوي موږ ته هم باید اجازه راکول شي او حق لرو چې زده کړي وکړو.»

که چیرې په ټولنه کې ښځينه ډاکټره، قابله او یا هم نورو برخو کې روزل شوې ښځې نه وي نو افغانان به بیا هم بهرنیو هېوادونو ته مجبور وي

د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا چې د پوهنې د ودې لپاره مبارزه کوي  وايي، حکومت په خپله ژمنه کې چې د ښوونځیو د خلاصېدو په اړه یې کړې وه پاتې راغلی چې په دې سره افغانان او نړیواله ټولنه په دوئ بې باوره کیږي.

هغه اطلاعات روز ته وويل، کله چې د نجونو زده کړې ځنډيږي هغوئ مایوسه کیږي او بیا درسونه په ښه ډول نه شي ویلای.

هغه غوښتنه کوي چې حکومت دي نور له شپږم ټولګي څخه لوړ د نجونو ښوونځي پرانیزي او که چیري دا کار ژر ونه کړي د خلکو له سخت غبرګونه سره به مخ شي او خلک به پراخ لاریونونه پيل کړي.

ويسا وويل:« داچې طالبان رسنيو ته هم وويل چې موږ به مکتبونه پرانيزو خو دوئ دا کار ونه کړ دا يو بي باوري ده که يوه ورځ هم ښوونځي بند پاتې کيږي زيان يې ټولنې ته رسيږي زما هيله داده چې ژر تر ژره باید طالبان د نجونو پر مخ ښوونځي خلاص کړي ترڅو موږ په ټولنه کې سيالان شو که چيرې دوئ ښوونځي خلاص نه کړي له يو سخت غبرګون سره به مخ شي ځکه دا د ولس غوښتنه ده ولس به نور چپ نه پاته کيږي لارو او کوڅو ته به د خپل حق ترلاسه کولو لپاره راووزي.»

د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي بیا وایي، د نجونو د ښوونځيو د خلاصېدو یا بندېدو پرېکړه په وزارت پوري اړه لري نو ځکه دوئ په دې برخه کې څه نه شي کولای.

د هغه په خبره، کله چې وزارت له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځيو ته اجازه ورکړي دوئ په هغه ورځ چمتو دي چې د ټولو نجونو پر وړاندې ښوونځي پرانیزي او په دې برخه کې هیڅ ستونزه نشته.

نظرمحمد صميمي وايي:« د ښوونځیو د شروع کیدو او نه شروع کیدو پریکړه د وزارت مقام په لاس کې ده، موږ هم د وزارت پريکړي ته منتظر يو که وزارت امر وکړي موږ اماده يو په هغه ورځ تدريسي بهير پیل کړو:»

د ښوونځیو د شروع کیدو او نه شروع کیدو پریکړه د وزارت مقام په لاس کې ده

د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځيو د بند پاتې کېدو پرېکړه په پراخه کچه غندل شوې ده او ډېری هېوادونو له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې د نجونو د تعلیم پر وړاندې دي خنډونه نه جوړوي، دغه راز په قطر کې د طالبانو سره د امریکا خبرې هم له همدې امله ځنډول شوې دي.

نړيوال بانک په افغانستان کې د نجونو ښوونځيو د نه پرانيستلو له امله يو شمير مهمي پروژي ځنډولي او په کور د ننه بهر له طالبانو څخه غوښتنې شوي چې ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازي خلاصې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه