ارزګان کې طالبانو خلک پر ږیره خریلو او موسیقي اوریدلو وهلي ډبولي دي

انځور: اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: ارزګان کې تېره شپه طالبانو هغه کسان وهلي ډبولي دي چې د روژه ماتي وروسته ارزګان ښار ته د تفریح لپاره راوتلي وو.

 ارزګان کې خلک د روژې په مياشت کې تر روژه ماتي وروسته ښار ته د تفريح کولو لپاره راوځي چې تيره شپه د طالبانو لخوا ورباندي بنديزونه لګول شوي دي.

د ترينکوټ ښار يو اوسيدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي د اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې تيره شپه طالبان تر روژه ماتي وروسته ښار ته راوتلي وو، او هغه کسان يې ووهل چې موسیقي يې اوريدله او يايې سلماني کې ږیره خریله.

نوموړی وايي که څه هم په تيرو کلونو کې به خلک د روژماتي وروسته د ښار واټونو ته د تفریح لپاره راوتل خو، سږکال داسې نده اوس ټول خلک د طالبانو له ویرې په کورونو کې ناست دي.

نوموړي وويل:«په يوه خياطۍ کې ځوانانان راټول شوي وو، په ډیر لوړ غږ يې موسیقي غږوله طالبان راغلل يوه يوه څپیړه يې ټول ووهل ورته يې وويل چې بیا موسیقي مه اورئ.»

په ورته وخت کې د ترينکوټ يوه بل اوسيدونکي چې د طالبانو لخوا د خلکو سره شوي تاوتريخوالي يې ليدلی دی اطلاعات روز ته وويل چې يوه ډله ځوانان چې تر روژماتي وروسته سره راغونډ شوي وو، او سندري يې اوريدلې طالبان راغلل او هغوئ يې د سندرو اوريدو څخه منعه کړل.

پر همدي وخت د ارزګان يو بل اوسيدونکی وايي طالبانو تيره شپه په ښار کې د نايانو ( سلماني) پر دوکانونو هم وګرځيدل او د هغو کسانو مخه يې نيوله چې سټايلي ويښتان يې جوړول او ږيرې يې خريلې.

د ترينکوټ ښار يو اوسيدونکی چې د طالبانو له ويري د نوم اخيستلو څخه ډډه کوي د اطلاعات روز ته وويل، تيره شپه تر روژماتي وروسته طالبان د ويښتانو جوړولو يوه دوکان ته ورغلل او هلته يې نايي او ږيره خريوونکي دواړه ووهل.

دی وايي طالبانو دوئ ته ګوت څنډنه وکړه که تردې وروسته بیا دغه عمل تکرار کړي سخته سزا به ورکړي. هغه د طالبانو دغه کړنه سم کار ونه بله او د طالبانو له مسولينو څخه يې غوښتنه وکړه چې خپل کسان دې ددغه ډول تاوتريخوالي څخه منعه کړي.

تردي مخکي هم طالبانو په ترينکوټ ښار کې پر ويښتانو جوړولو او ږيري خريلو بنديز لګولی و.

د ارزګان د اوسيدونکو په خبره، طالبان څو ځله په ترينکوټ ښار کې نايانو ته ورغلي او په جدي ډول يې ورڅخه غوښتي چې د سټايلي ويښتانو له جوړيدو او ږيري خريلو څخه ډډه وکړي.

په ارزګان کې د طالبانو سيمه ييزو چارواکو بیا د خلکو ددغو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه