پکتیا کې یو سړی د خپلې انږور وژلو په جرم په ۲۵ کاله بند محکوم شو

اطلاعات روز: د پکتيا استيناف محکمې د يوې علني محاکمې په ترڅ کې يو سړی د خپلې انږور د وژنې په جرم په ۲۵ کاله تنفيذي بند محکوم کړ.

وژل شوې ښځه مدينه نومېده، چې د پلار په خبره يې مېړه، خسر او خواښې يې په ګډه وژلې، خو خاوند يې تښتېدلی دی.

يادې دواړه کورنۍ د پکتيا د لجه منګل ولسوالي اوسېدونکي دي.

د مدينې پلار عبدالله وايي، چې لور يې د خسر په کور کې له شاوخوا يو کال تېرولو وروسته شاوخوا اته مياشتې وړاندې د خسرګنۍ د کورنۍ لخوا وژل شوې ده.

که څه هم د مدينې خسر محمدرحيم، چې د محکمې لخوا په ۲۵ کاله تنفيذي بند محکوم شو، دا نه مني او وايي چې انږور يې خپله ځان وژلی، خو عبدالله وايي چې له لور سره يې بې ځايه تاوتریخوالی او ډېر ناوړه چلند کېده، خو د خاوند يې پرېښودو پر ځای وژلې ده.

هغه وايي: «د هغه بل کال د لوی اختر په شپو، ورځو کې مې ورکړه او د دې کال په لوی اختر کې يې راته مړه کړه. خپله ده، زوی او ښځې يې وژلې وه او درې ورځې يې په کوټه کې غورځولې وه.»

د مدينې د دوسيې موظفه څارنواله مرینا محمدي مدافع وکيلې هم له نوموړې سره شوی چلند غير انساني ياد کړ او ويې ويل چې له ښځو سره کېدونکی تاوتريخوالي د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف دی.

محمدي وايي: «مدينه يې په ظلم سره وژلې او بيا يې په دار ځړولې، د دې لپاره چې د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي او داسې وښيي چې ګواکې خپله يې ځان وژلی دی.»

د پکتيا د استيناف محکمې مشر قضاوتمند حبيب الله منيب وايي چې دې ورته قضيو په اړه به علني محاکمې دايرې کړي، تر څو نورو ته عبرت او د ورته پېښو او ور سره تاوتريخوالو کچه راکمه شي.

منيب وويل: «موږ کوشش کوو چې په ټولو ولسواليو کې قضايي پوښښ ولرو، له څلور ولسواليو پرته په ټولو ولسواليو کې محاکم فعال دي، د هغو څلورو يا په ګردېز کې فعاليت کوي او يا په همجوار ولسواليو کې؛ له ښځو سره تاوتريخوالی او انساني حقوق يې تر پښو لاندې کول د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل دی او عاملين به يې سزا ويني.»

دا په داسې حال کې چې په ګردېز کې د بشر حقونو د ساحوي دفتر مسولين وايي چې سږکال په دې ولايت کې له دوی سره د ښځو لخوا د ځانوژنې ۱۷۶ قضيې ثبت شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه