د پکتیکا لپاره د طالبانو والي: ۶۰۰ خیالي او خالي بستونه به وړ کسانو ته سپارل کیږي

انځور: اطلاعات روز خبریال

د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو والي مولوي مختار په یوې غونډه کې ویلي، چې د دغه ولایت د پوهنې او روغتیا په ریاستونو کې ۶۰۰ خیالي بستونه شتون لري، چې د هغه په خبره ولایتي اداره به یې د پکتیکا ځينې لرې پرتو ولسوالیو ته انتقال کړي.

نوموړي وویل: «مونږ خیالي بستونه درلودل، نو مونږ ورته اراده لرو، چې هماغه اطرافي ولسوالیو وړممۍ، وازیخوا او تروې ولسوالیو کې مونږ مکتبونه نه درلودل، نو د ښوونځیو د فعالولو لپاره همدا پلان لرو، چې یاد خیالي بستونه دغو ولسوالیو ته انتقال کړو.»

والي زیاته کړه، چې په تېر کې د فساد له امله ګڼ داسې بستونه موجود و، چې هوايي امتیازات به ورڅخه تر لاسه کېدل.

نوموړي د پکتیکا ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د فساد مخنیوي لپاره به کوټلي ګامونه اخلي.

مختار وايي: «دلته په تېر کې خلک له اداري فساد تر پوزې را رسېدلي و، خو ان‌شاءالله زه د طالبانو په نماینده ګي درته دا ډاډ درکوم، چې په پکتیکا کې به فساد صفر ته راښکته کوو او هیچا ته به دا اجازه نه ورکوو، تر څو له دې لارې د نظام بدنامي ته لمن ووهي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایت د ځینو لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې په تېر کې له پامه غورځول شوې سیمو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د وړممۍ اوسېدونکي سلیم جان اطلاعات روز ته وویل، چې دوئ په سیمه کې لاهم د پوهنې، روغتیا او رغونې برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې د نوموړي په خبره هواري ته یې باید ولایتي مسوولین پام وکړي.

هغه وویل: «مونږ په تېر حکومت کې سخت له هر امتیازه بې برخې و، حتا دومره به درته ووایم چې چا د پکتیکا په اوسېدونکو کې نه حسابولو، نو اوس مونږ له نوي حکومت او په تېره بیا د پکتیکا له ولایتي چارواکو دا غوښتنه کوو، تر څو زمونږ په سیمه کې د روغتیا، پوهنې او سړکونو جوړلو برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»

د پکتیکا لپاره د طالبانو والي په داسې حال کې د خیالي بستونو د ډکولو او فساد مخنیوي ژمنه کوي، چې لاهم د دغه ولایت په تروې، وړممۍ، وازیخوا او نکه ولسوالیو کې خلک له ګڼو روغتیايي او نورو ستونزو سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه