اطلاعات روز: د ارزګان د طالبانو نظامي کسان وايي، په دغه ولايت کې ۲۱۰ کسانو ته دوې مياشتې په نظامي او د خلکو سره د ښه چلند برخه کې زده کړې ورکړي دي.
د ارزګان ولایت د څلورمې پلي لېوا لپاره د طالبانو قوماندان مولوي عبد الله حبیب وايي، دغه فارغ شوي طالبان به د ارزګان ولایت د امنیت په برخه کې لا نور مثبت بدلون راولي.
دی وايي، یادو طالبانو ته د باتجربه استادانو له لوري زده کړې ورکول شوي دي ترڅو د خلګو سره ښه چلند وکړي او د هغوئ امنیت خوندي کړي.
نوموړي وويل:« دغه مسووليت ستاسو دی چې تاسو د خپلو خلکو او ټولنې ساتني ته په بیلابیلو برخو کې پام وکړئ.»
د طالبانو د پوځي زده کړو د برخي مسول عمر وايي، تازه فارغه شوي کسانو ته يې په عملي او نظري ډول زده کړې ورکړي دي او په خبره يې چې د پخوا په پرتله اوس ددغو نظاميانو په چلند کې تغير راغلی دی.
هغه په دي اړه اطلاعات روز ته وويل: « عملي او نظري زده کړي مو ورکړې تر ډيره مو زده کړې په کمانډويي اونورو بیلا، بیلو نظامي برخو کې ورکړي دي.»
تازه فارغه شوي طالبان بیا ژمنه کوي چې خپل وطن او خلکو ته به وفادار وي او تل به یې خدمت کوي.
یو تن تازه فارغ شوی طالب په دې اړه وايي:«زه ددي هېواد دښمنانو ته داپیغام ورکوم چې موږ په دې هېواد کې هيڅکله هغه څوک نه پريږدو چې هغه زموږ د قانون دين او وطن دښمنان وي.»
په دغو مراسېمو کې چې ديني عالمانو هم ګډون کړي وو، له تازه فارغ شوو کسانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د دندې پرمهال د خلکو سره ښه چلند وکړي.
طالبان په افغانستان کې د خلکو سره په بد چلند تورن دي او تل پرې نيوکه کيږي چې په نظامي برخه کې يې روزنه نه ده ترلاسه کړې.
