باخترخبري اژانس خبر ورکوي چې د کابل، لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې طالبانو د شرابو یوه کارخانه کشف او پدې تړاو یې یو کس هم نیولی دی.
باختر اژانس کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدران له قوله وایي، طالب پولیسو دغه کارخونه د لسمې ناحیه اړوند د چهار قلعه وزیر اباد سیمه کې نیولې ده، او په دې تړاو یې یو کس له ۳۰۰ سوه لیتره شرایو سره یوځای نیولی دی.
طالبانو په افغانستان کې د شرابو په څکلو، پېر او پلور سخت بندیز لګولی او راتګ سره یې د کابل په ګډون، یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د شرابو کارخونې نیولي او شراب يې ورته له منځه وړي دي.
