ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره ترسره شوه

انځور: اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: نارنج ګل دودیزه مشاعره د هیواد له بیلا، بیلو سیمو څخه راغلو لیکوالانو، شاعرانو، ادیبانو، طالبانو او عامو خلکو ګډون سره ترسره شوه.

د مشاعرې د پيل پرمهال د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس قاري نورمحمد حنیف له شاعرانو وغوښتل، چې په خپلو شعرونو کې خلک سولې، امن او د هېواد ابادۍ ته وهڅوي.

حنیف زیاته کړه:« دا مشاعر په ټوله معنی د سولې او امن په فضا کې ترسره کېږي، موږ باور لرو، چې درانه شاعران به په خپلو شعرونو کې خلک ابادۍ، سوکالۍ او امن ته وهڅوي.»

 په ورته وخت کې د افغانستان د ملي تلوېزیون مرستیال مولوي ضیاء الحق حقمل د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د ارزښت په اړه خبرې وکړې.

نوموړي له شاعرانو هم وغوښتل د ټولنې ستونزو او ناخوالو ته دې په خپلو شعرونو کې ځای ورکړي او په هنري ژبه دې ولس ته وړاندې کړي.

حقمل زیاتوي:« نارنج ګل د هېواد په کچه نه،  د سیمې په کچه یو له هغو مشاعرو څخه ده، چې ګڼ شمېر شاعران او د ادب مینه وال په کې ګډون کوي او خپل شعرونه په کې له خلکو سره شریکوي.»

 د نارنج ګل مشاعره هر کال د پسرلي په رنګینیو کې د هېواد د ګڼ شمېر لیکوالانو، شاعرانو او عامو خلکو په ګډون ترسره کېږي، چې په کې شاعران د شعر په ژبه خلکو ته د مینې ، ورورګلوۍ او آبادۍ پيغامونه ورکوي.

دا مشاعره د حمل په لسمه ماسپښین پيل او د شپې تر ناوخته یې دوام وکړ، چې په کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه راغلو شاعرانو د خپلو شعرونو خواږه له خپلو مینه والو سره شریک کړل.

د مشاعرې په څنډه کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون هم په لاره اچول شوی، چې تر ۳ ورځو به د خلکو پر مخ پرانیستی وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه