اطلاعات روز: لغمان کې ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
لغمان کې د طالبانو د والي ویاند صلاح الدین ذاهد نن (چهارشنبه، ۱۰ د حمل) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره ورځ ناوخته د یاد ولایت د حیدر خانې سیمه کې یو سراچه ډوله موټر او ریکشا ټکر کړی، چې له امله یې یو ریکشا چلوونکی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي، ټپیان یې په وخت روغتون ته رسولي چې اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعات کول هغه لاملونه دي، چې له امله یې ډير کله دا ډول ترافیکي پېښې رامنځته کیږي.
