پکتیا وال لوبغاړي: د کرېکټ بورډ ژمنې تازه کېږي؛ عملي کېږي نه

اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: د کرېکټ بورډ مسوولینو پکتیا ته په سفر کې له لوبغاړو سره یو ځل بیا پخوانۍ ژمنې تکرار کړي، خو د دغه ولایت لوبغاړو دا ډول سفرونه نمایشي او د دوئ د تېر ایستلو په مانا بللي دي.

د کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف د پکتیا ولایت د کرېکټ له مسوولینو سره په لیدنه کې د هغو ستونزو حل ژمنه کړې چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې د وخت چارواکي په ترسره کولو کې پاتې راغلي.

میرویس اشرف زیاته کړه، چې د پکتیا د کرکټ په لوبغالي کې به د چمن، اکاډمۍ او نورو برخو کې به د شته نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره به ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه وویل: «مونږ دلته په خپلو سترګو ولیدل چې چمن ستونزه لري، د اکاډمۍ لپاره ځینې وسایل کم دي او ځینې نورې ستونزې شته، چې د خدای په فضل به ورته ځانګړې پاملرنه کوو او پکتیا کې د کرېکټ ودې لپاره به له خپله وسه هم پورته کوشش کوو.»

په پکتیا ولایت کې بیا د کرېکټ ځینې لوبغاړي د کرکټ بورډ د چارواکو دا ډول سفرونه نمایشي او د خلکو د تېر اېستلو په مانا بولي.

یو تن لوبغاړي چې د ځینو ستونزو له امله یې ځان په مستعار نوم نورګل معرفي کاوه اطلاعات روز ته وویل، چې له دې وړاندې هم د وخت چارواکو پکتیا ته په سفر کې د کرېکټ په برخه کې د شته ستونزو هواري بار، بار ژمنې کړې، خو تر اوسه یې یوه هم نه دی عملي کړې.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د لوبغالي چمن د نه پاملرنې له امله دومره لوی شوی، چې د څارویو څر په کې کېدای شي.

هغه وايي: «مونږ سره په تېر نظام کې هم کرېکټ بورډ دوه ګونی چلند کړی او شته ستونزو هواري ته یې هیڅ پام نه دی کړې اوس چې میرویس اشرف هم راغلی و، نو د نوموړي ژمنې مونږ تش د تېر اېستلو په مانا بولو، دلته زمونږ لوبغالي او د لوبغاړو ستونزو ته هیڅ پام نه کیږي، ځکه لوبغالی دومره بد وضعیت ته را رسېدلی، چې د څارویو څر په کې کیږي.»

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر پکتیا ته په سفر کې نه یوازې دا چې د خبریالانو پوښتنو ته یې ځواب ور نه کړ، تر څنګ یې د دغه ولایت د رسنیو له خبریالانو سره د یو عادي شخص په ډول ناسم چلند هم وکړ.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه