اطلاعات روز: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې به د نارنج ګل دودیزه مشاعره د وري په لسمه نیټه ترسره شي.
ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس قاري نورمحمد حنیف له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د یادې مشاعرې لپاره د بشپړ چمتوالي خبر ورکوي او وایي، سږکال به د نارنج دودیزه مشاعره او مېله نورو کلونو سره په توپیر ولمانځي.
حنیف زیاته کړه: « ننګرهار کې به د نارنج ګل مشاعره د روانې حمل میاشتې په لسمه نېټه د چهارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې ترسره شي او سږنۍ مشاعره تیرو کلونو ته په توپیر لمانځل کیږي، په دې مشاعره کې به د داخلي تولیداتو نندارتون، تیاتر او نورې مختلفې هنري نندارې وړاندې شي.»
نوموړی وایي، په یاده دودیزه مشاعره کې به د نورو برخو ترڅنګ د داخلي تولیداتو نندارتون، تیاتر او د کوچیاني ژوند انځور هم په هنري ډول وړاندې شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس همداراز وایي، د نارنج په دودیزه مشاعره کې به د هیواد له بیلابیلو سیمو د شاعرانو او د ادب مینوالو ترڅنګ د کوزې پښتونخوا شاعران او لیکوالان هم ګډون ولري.
حنیف زیاتوي:«په دې مشاعره کې به د هیواد د بیلابیلو سیمو څخه شاعران د ادب مینوال او همدارنګه د کوزې پښتونخوا شاعران او لیکوالان هم ګډون ولري او د یادې مشاعرې، ترسراوي لپاره پوره چمتوالی نیول شوی.»
بل لور ته یو شمیر شاعران له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د نارنج ګل په دودیزه مشاعره کې دې د شاعرانو شعرونه نه سانسوروي.
شاعر ضیاالدین همت مل اطلاعات روز ورځپآڼې ته وویل، چې په تیرو کلونو کې ډیر کله په داشان مشاعرو کې پر انتقادي شعرونو د بندیز له امله به ډیری شاعرانو په دا ډول مشاعرو کې ګډون نه کاوه.
همت مل زیاتوي: «د نارنج ګل مشاعرې جوړیدل یو ښه اقدام دی خو له کلونو راهیسې یادې دودیزې مشاعرې سیاسي رنګ خپل کړی،اوس زمونږ غوښتنه دا ده چې دا مشاعره دې هنري شي او شاعران دې هم داسې شعرونه ووایي، چې ټولنې ته په ګټه وي او هم دې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شاعرانو شعرونه نه سانسوروي.»
خو، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، هیڅ شعر نه سانسوروي خو، د هغه شعرونو مخنیوی کوي چې ټولنې ته په زیان وي.
فرهنګي فعال اسرار حسنزی هم ددې پلوي دی چې په نارنج ګل دودیزه مشاعره کې دې د شاعرانو شعرونه د اصلاح په موخه له وړاندې وکتل شي.
حسنزی زیاتوي:«زه فکر کوم چې د شاعرانو شعرونه که له مشاعرې یو ځل مخکې وکتل شي دا ښه خبره ده، هغه بې مانا شعرونه دې لغوه شي او داسې شعرونه دې وویل شي چې د افغاني دود او کلتور سره په ټکر کې نه وي.»
د ننګرهار لپاره د طالبانو والي هم د نارنج ګل مشاعرې د ښه ترسراوي لپاره د ځانګړو کمیټو د جوړیدو خبر ورکړې او له یادو کمیټو ته یې دنده سپارلې تر څو د نارنج ګل مشاعرې امنیت، نظم او د مشاعرې ولسي کولو او ګڼ شمېر نورو برخو کې لازم اجرات تر سره کړي.
د نارنج ګل دودیزه مشاعره او مېله له کلونو راهیسې هر کال په ننګرهار کې د پسرلي په موسم کې لمانځل کیږي.
