کندهار ولایت کې هغه خبریالان بیرته ازد شول چې تیرو څو ورځو کې طالبانو چاپو کې نیولي وو.
په دغه خبریالانو کې د (زما راډیو) د نشراتو مسوول میرویس اتل اود (ملت غږ) راډیو درې کارکوونکي شامل وو، چې تېره شپه ناوخته خوشې شول.
یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ (دوشنبه، ۸ د وري) یو شمیر رسنیو مسوولین د طالبانو د استخباراتو ریاست سره وروستۍ ناسته کړې وه، چې په پایله کې یې بندي خبریالان ازاد کړل او دې پریکړې ته ورسیدل، چې سندرې به نه خپروي او تفریخي پروګرامونه به تر خپل حده کموي.
طالبان نه یواځې په کندهار بلکې د افغانستان په بیلا، بیلو ولایتونو کې خبریالان د مختلفو تورونو په نوم نیسې او د رسنیز فعالیت په اړه ترې پوښتنې او ګرویګنې کوي.
