اطلاعات روز: ننګرهار کې طالبانو یو هلک او جلۍ له کوره د تښیتې په تور نیولي دي.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ څخه نن (سې شنبه، ۹ د وري) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جلال اباد ښار کې له کابل څخه راتښتېدلي هلک او نجلۍ د طالبانو امنيې قوماندانۍ منسوبينو له لوري نیول شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې نيول شوې نجلۍ چې ځان عرفه معرفي کوي اعتراف کړی چې د خپل واده په لومړۍ ورځ د صدیق الله په نامه هلک سره له کوره تښتېدلې چې د امنيتي ځواکونو له لوري ونيولى شوه.
ننګرهار کې طالب چارواکو ويلي، قضيه تر څېړنې لاندې ده چې تر بشپړېدو وروسته به د اسلامي شريعت له مخې ورسره چلند وشي.
