د لغمان فرشغان سیمې ته ؛ ۱۷ کیلو متر په اوږدوالي د سړک غځولو چارې پېل شوې

اطلاعات روز: د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د فرشغان سیمې ته د یو سړک د رغونې چارې پیل شوې.

د لغمان ولایت د دولت ‌شاه ولسوالۍ اړوند (فرشغان) سیمې ته تازه د ولایتي ادارې په هڅو د ١٧ کليو متره په اوږدوالي د يو سړک د جوړولو چارې پيل کړې.

لغمان  کې د طالبانو والي ذين العابدین عابد نن (دوشنبه، ۸ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، فرشغان د دولت شاه ولسوالۍ تر ټولو لرې پرته سيمه ده، چې د ۱۷ کیلو مټره غځېدلي سړک په جوړېدو سره به، سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

نوموړي وایي، چې د دې سړک کارونه يې له ځايي اوسېدونکو سره د کړې ژمنې له مخې پيل کړل او وايي، ژمن دی چې د خلکو د هوساینې لپاره ګڼې نورې ټولګټې پروژې هم په لغمان کې پلي کړي. 

عابد زیاته کړه:«د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د فرشغان سیمه چې یوه لېرې سیمه ده، نن یې د سړک جوړونې چارې پیل شوې چې په دې سره به ګڼو خلکو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي او هر کس ته چې کار کوي لس کیلو غنم ورکول کیږي، هڅه کوو چې نورې پروژې هم پلي شي.»

 ځایي طالبان هم د یادې پروژې پلي کیدو ته خوښ دي او د ورته نورو پروژو غوښتنه کوي.

دولت شاه ولسوال لپاره د طالبانو ولسوال عبدالقاهر متوکل اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، دا سړک د کار په مقابل کې د غذا پروګرام په مرسته جوړېږي، چې اوس مهال په کې څلور سوه ځايي اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده

هغه وایي، د یاد سړک په جوړیدو سره به يو شمېر کلي له يو بل سره ونښلوي او د زرګونو کسانو د تګ راتګ ستونزه به ورسره حل شي. 

متوکل زیاتوي:«کوم سړک چې د دولت شاه ولسوالۍ اړوند فرشغان سیمه ته غځیږي په دې سره به ګڼو خلکو ته دکار زمینه برابره شي او هر کارکوونکي ته د غذایي پروګرام له لارې لس کیلو غنم ورکول کیږي.» 

 ځايي اوسېدونکي وايي، د سړک خرابوالي له کبله له زياتو ستونزو سره مخ دي او هيله مند دي، چې د دې سړک په جوړېدو به يې تګ راتګ اسان شي؛خو  په ورته مهال غوښتنه کوي، چې تېر کې دا سيمه له پام غورځول شوې او اوس دې ورته کار وشي.

 ډېر کله نيوکې دا وي، چې تېر کې افغانستان ته په مليونونو دالر مرستې راغلې خو تر ډېره په کې لېرو پرتو سيمو ته کار ندى شوى او يو شمېر هغه پروژې چې پلې شوي د ځينو  کيفيت ښه نه دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه