پکتیکا کې د پاکستانۍ کلدارو چلښت بیا زیات شوی

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه ډېره شوې، چې دې چارې د افغانیو ارزښت راکم کړی.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، ښرنې ښار کې اوس مهال ډیری هټۍ وال او پيرېدونکي د افغانیو پر ځای راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلدارو کوي، خو د طالبانو لپاره د ښرنې ښاروالۍ مسوولین د بهرنیو اسعارو د مخنیوي په موخه د ولایت په کچه د یوې کمېټې د جوړولو خبر ورکوي.

ښرنې ښار کې اوس مهال ډیری هټۍ وال او پيرېدونکي د افغانیو پر ځای راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلدارو کوي

د مرکز ښرنې اوسېدونکی نازک ولي اطلاعات روز ته وویل، چې د طالبانو د لومړیو میاشتو د راتګ پر مهال د بهرنیو اسعارو د مخنیوي لپآره د پام وړ هڅې روانې وې، خو د نوموړي په وینا چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې یو ځل بیا خلکو پاکستانۍ کلدارو ته مخه کړې ده.

هغه وویل: «دلته چې په لومړیو کې طالبان راغلل، نو د کلدارو د مخنیوي لپاره یې کوشش پیل کړه، چې تر ډېره مثبت هم و او په دغو پیسو راکړه ورکړه د پام وړ راکمه شوه، خو اوس یو ځل بیا په ښار کې خلک زیات استعمال د پاکستانۍ په کلدارو کوي. نو د دې د مخنیوي لپآره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي، تر څو زمونږ خپله کرنسۍ بې ارزښته نه شي.»

د طالبانو راتګ سره یوې کمټې د کلدارو په راکړه ورکړه بندیز لګولی و خو، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یو ځل بیا خلکو پاکستانۍ کلدارو ته مخه کړې ده

د ښرنې ښار یو بل اوسېدونکی احسان الله سمون هم د پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه د اندېښنې وړ بولي او وايي، که یې پر وخت مخه و نه نیول شي، نو نږدې راتلونکي کې به په پکتیکا کې د افغانیو چلښت د رکود سره مخ شي.

سمون د ښاروالۍ له مسوولینو په دې برخه کې د هڅو غوښتنه کوي او زیاتوي، چې اړونده ریاستونه دې په ښار کې له هغو کسانو سره جدي چلند وکړي، چې راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلدارو کوي.

نوموړی وايي: «دلته په مرکز ښرنه کې رښتیا هم د پاکستانۍ کلدارو په راکړه ورکړه کې زیاتوالی راغلی او که خدای مه کړه  پر وخت یې مخه و نه نیول شي، نو بیا به په پکتیکا کې د افغانیو نوم هم ورک شي، نو په ټوله کې هغه کسان چې راکړه ورکړه په پاکستانۍ یا نورو بهرنیو اسعارو کوي، له هغوی سره باید قانوني چلند وشي.»

په همدې حال کې بیا د مرکز ښرنې ځینې هټۍ وال وايي، دوئ ته له لېرې پرتو ولسوالیو راتلونکي خلک د توکو ترلاسه کولو په موخه پاکستانۍ کلدارې راوړي.

په دې اړه یو تن هټۍ وال بادام ګل کټوازي اطلاعات روز ته وویل: «دلته مونږ ته له تروې، وړممۍ، وازیخوا، خیرکوټ او ګڼو نورو ولسوالیو خلک راځي، نو له هغوئ سره افغانۍ نه وي او مونږ ته کلدارې راوړي.»

د مرکز ښرنې ځینې هټۍ وال وايي، دوئ ته له لېرې پرتو ولسوالیو راتلونکي خلک د توکو ترلاسه کولو په موخه پاکستانۍ کلدارې راوړي

بلخوا بیا د مرکز ښرنې لپاره د طالبانو د ښاروالۍ ریاست مسوولین وايي، چې د پاکستانۍ کلدارو او نورو بهرنیو اسعارو د مخنیوي لپاره یې هڅې دوامداره ساتلې.

ښاروال مولوی ناصر هلال اطلاعات روز ته وویل، چې د پاکستانۍ کلدارو د مخنیوي په موخه یې د ولایت په همکارۍ ځانګړې کمېټه هم جوړه کړې، چې د افغانیو د رایج په موخه خلکو ته د عامه پوهاوي په اړه کمپاین ترسره کوي.

هغه وویل: «مونږ دلته په ښرنې ښار کې د بهرنیو اسعارو د مخنیوي لپاره د ولایت په همکارۍ یوه کمېټه جوړه کړې، چې هغوئ په میاشت کې درې یا څلور ځلې په ښار کې ګرځي او خلکو ته د افغانیو د ارزښت او د نورو اسعارو د نه استعمال په اړه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره کوي.

د دې ترڅنګ مونږ پلان لرو، چې له هغو هټۍ والو او نورو خلکو سره قانوني چلند وکړو، چې زمونږ د توصیې خلاف بیا هم راکړه ورکړه په پاکستانۍ او یا نورو اسعارو کوي.» پکتیکا چې له ګاونډي پاکستان سره ډیورنډ فرضي کرښې ته پروت ولایت دی او په زیاته کچه سوداګرۍ هم د دغه ولایت د انګور اډې له لارې ترسره کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه