اطلاعات روز: هلمند ولایت کې یو موټرچلوونکي چې غوښتل یې چاودېدونکي توکي په موټر کې له یوه بل ځای ته ولېږدوي، پرې چاودلی دی.
دغه پېښه نن (یکشنبه، د وري په ۷مه) سهار شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند پر یوه «ویټز» موټر رامنځته شوې ده.
د هلمند اطلاعات او فرهنګ ریاست د رییس حافظ راشد هلمندي د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته سوې، کله چي یوه هټیوال چي د پرچون دوکاندارۍ سربېره يې په قاچاقي ډول د وسلو کاروبار هم کاوه، په خپل موټر کي یو شمېر لاسي «ګرنیټان» لېږدول، چي چاودنه يې پرې کړې ده.
ښاغلی هلمندی وايي، موټرچلوونکي غوښتل، چاودېدونکي توکي له یوه ځایه بل ځای ته ولېږدوي، چې په موټر کي يې چاودنه رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، په دغه چاودنه کي موټرچلوونکی ټپي شوی او اوس روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
