طالبان د ځدران میشتو، خوست- ګردېز لوی لارې امنیت لپاره سرتیري ځای پر ځای کوي

اطلاعات روز: په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو طالب چارواکو ویلي، چې له نظامي زده کړو تازه فارغ هغه ۷۰ طالب سرتیري به د لارې او همدا رنګه د ځدراڼو د دریو ولسوالیو په بېلابېلو ساحو کې ځای پر ځای شي، چې اوس ورته اړتیا لیدل کیږي.

تېره ورځ د پکتیا ولایت په شواک ولسوالۍ کې د «زهري» قطعې په نوم د نظامي طالبانو یو ګروپ له زده کړو وروسته د فراغت مراسم ترسره شول.

په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو طالب قومندان محمد ایوب خالد اطلاعات روز ته وویل، چې فارغ سرتیري به د خوست – ګردېز لویې لارې او په همدې مسیر د پرتو دریو ځدارڼو شواک، ګرده څېړۍ او وزې ځدراڼو ولسوالیو د امنیت ساتنه کوي.

نوموړي وویل: «مونږ نن له نظامي زده کړو ۷۰ مجاهدین فارغ کړل، چې دا به د خوست – ګردېز او همدا رنګه د دغو منطقو د امنیت ساتنې لپاره وګمارل شي. په دې سره به نه یوازې دا چې د سیمې امنیت لا تامین شي، بلکې د دې ترڅنګ به په لاره کې د جنايي پېښو مخه هم ونیول شي.»

په همدې حال کې بیا له نظامي زده کړو تازه فارغ طالب قید الله وايي، په ښه ډول یې نظامي زده کړې کړې او خلکو ته ډاډ ورکوي، چې په پوره توان به له خاورې او ولس ساتنه کوي.

هغه وايي: «مونږ ته دلته ډېرې ښې زده کړې راکړل شوي دي، نو کولی شو چې په ډېر اطمینان سره د خلکو د سر او مال ساتنه وکړو. که مونږ د هیواد هر ځای ته لېږل کیږو، نو له قید او شرط پرته حاضر یو.»

د دغه ولایت د شواک ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی رحیم نور اطلاعات روز ته وویل، که د لارې امنیت ساتنې لپاره ځینې امنیتي پوستې او سرتیري ځای پر ځای شي، نو د رامنځته کېدونکو جنايي پېښو مخه به وسره ونیول شي.

هغه وویل: «اوس هم د لارې په اوږدو کې ځینې جنايي پېښې رامنځته کیږي ولې زمونږ غوښتنه دا ده، چې د دا ډول پېښو مخه دې ونیول شي او کوم سرتیري چې اوس فارغ شول د دوی د ځای پر ځای کېدو وروسته هیله مند یو، چې امنیت لا ښه شي.»

څه موده وړاندې د طالبانو دفاع وزارت چارواکو ویلي و، چې د یوې مسلکي اردو په جوړولو یې کار پیل کړی. خلک وايي، د عامه نظم د راوستلو لپاره دې نوی سر پرست حکومت نظامي کسانو ته ځانګړی لباس ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه