اطلاعات روز: طالبانو په کندهار او ارزګان ولایتونو کې د یوې خصوصي راډیو تلویزون مشر اود یوې راډيو د خپرونو مسوول نیولي دي.
کندهار کې یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې په دغه ولایت کې طالبانو د یوې ځايي راډیو د خپرونو مدیر له ځان سره بیولی دی.
سرچینه وايي چې «زما راډیو» په نوم مسوول میرویس اتل نومېده او نن (شنبه، ۶ د وري) سهار مهال د طالبانو له لوري د کندهار له دویمې ناحیه، خپل کور څخه نامعلوم ځای ته بیول شوی او تر دا مهاله یې په اړه کره معلومات نشته.
د معلوماتو له مخي د یادې راډیو مسوول، د طالبانو له لوري د نجونو زدهکوونکو پر وړاندې د منځنۍ او لیسې کچې ښوونځيو په تړلو نیوکې کولې او ډېری وخت یې د ښځو د حقونو دفاع په برخه کې فعالیت کاوه.
بلخوا یوي بلي سرچیني ارزګان کې اطلاعات روز ته وویل چې په دغه ولایت کې طالبانو د پیوستون راډیو ټلویزون مشر فرید الله مطیع هم نیولی دی.
سرچینه وایي فرید الله مطیع د ارزګان د پخواني امنیه قومندان زوی دی او طالبانو ترې غوښتني چې د تیر حکومت څخه پاتې شوې وسلي او نور مهمات دوئ ته وسپاري.
د دطالبانو ارزګان ولایت مقام بیا د اطلاعات روز سره د فرید الله مطیع د نیول کیدو په اړه نا خبري وښودله.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم ځينې کسان پر طالبانو د نیوکو له امله نیول شوي او له څو ورځو بند وروسته، بیرته خوشې شوي دي.
