لغمان خبریالان: اطلاعاتو ته لاسرسی اسان شوی دی

اطلاعات روز: لغمان کې خبریالان وایي، اطلاعاتو ته لاسرسی اسان شوی دی، اوس ورسره طالب چارواکي د معلوماتو ورکړه کې مرسته کوي.

لغمان لپاره د طالبانو والي ذین‌العابدین‌عابد د ختيځ زون خبریالانو سره د همغږۍ ناستې کې چې د بېلابیلو رسنیو استازو په کې برخه لرله ډاډ ورکړ، چې د رسنیو د فعالیت پر وړاندې یې ګڼ شمېر اسانتیاوې رامنځ ته کړي او خبریالان کولی شي، چې په ډاډه زړه پدې ولایت کې خپل  رسنیز فعالیتونه ترسره کړي.

عابد پدې ناسته کې له خبریالانو هم وغوښتل، چې ولایتي ادارې سره دې خپله همکاري جاري وساتي.

والي زیاته کړه:« د لغمان ولایتي اداره له خبریالانو سره پوره همغږي لري له دوی سره مو له پیل راهیسې اړېکې ښې دي او هم مو ټولو دولتي ادارو ته مکتوب استولی چې له خبریالانو سره په وخت همکاري وکړي او هڅه کوو، چې خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې لا نورې اسانتیاوې هم برابرې کړو او هم له خبریالانو غواړو چې خپله همکاري جاري وساتي.»

 خبریال عبید الله بیدار اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د تېر په پرتله اطلاعاتو ته لاس رسی اسان شوی او پر وړاندې یې کومې جدي ستونزې نشته.

بیدار زیاته کړه:«د لغمان په ولایت کې خبریالانو سره د ولایتي چارواکو اړیکې ډیرې ښې دي، په خپل وخت معلومات ورکوي او مونږ تراوسه پورې ددغه ولایت په کاري ساحه کې له کومې ستونزې سره نه یو مخ شوي او همدارنګه مونږ ځان ډاډمن احساسوو.» 

 یو بل خبریال ایمل ظاهر په ورته وخت کې له نورو مسوولینو هم غواړي، چې د دوئ پر مخ شته ستونزې دې حل او د رسنیز فعالیت په سرته رسولو کې دې اسانیتاوې زیاتې کړي.

نوموړی وايي په دې ولایت کې ترپخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې حل شوي او له ختیځي سیمي د نورو ولایتونو له مسولینو يې هم غوښتنه دا ده ، چې د لغمان د والي لار دې تعقیب کړي.

ظاهر زیاتوي:«د خبریالانو غوښتنه د طالبانو له نورو چارواکو هم دا ده، لکه څرنګه چې لغمان کې دوئ له رسنیو سره د مالوماتو په ورکړه کې همکاري کوي، دا ډول همکاري او اطلاعاتو ته لاسرسی دې په نورو ولایتونو کې پیدا شي څو خبریالان وکولای شي ځان خوندي احساس کړي.»

دا په داسې حال ک ده چې لاهم په ختیځ کې خبریال معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او غواړي، چې د حل لپاره یې هڅې چټکې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه