اطلاعات روز: د زابل ولايتي روغتون ودانۍ د رغيدو چارې بشپړې او تيره ورځ (چهارشنبه، ۳ دوري) ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د زابل ولایتي روغتون امر ډاکټر محمدداود مجیدي ددغې ودانۍ د پرانېستلو پرمهال وويل چې ياده ودانۍ چې سل بستره لري د نهه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت، چې مالي لګښت یې اسيايي بانګ لخوا ورکول شوی د دوه نيمو کالو په موده کې یې د رغيدو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
مجیدي وايي روغتون په عصرې وسايلو سمبال شوی او په یو وخت د سلو تنو ناروغانو د بستر وړتیا لري. هغه وايي په ياد روغتون کې د زابل د ليرې او نږدي سيمو ناروغانو ته په څلور برخو کې روغتيايي چوپړونه وړاندي کوي.
ده زیاته کړه چې د ولايتي روغتون زوړ تعمیر د کار لويدلې و او د نوی ودانۍ په جوړيدو سره به د خلکو ستونزې حل شي.
په زابل کې د طالبانو دعامې روغتیا ریس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وايي هڅه کوي، چې په مرکز کلات او ولسوالیو کې خلکو ته دمعیاري روغتیايي خدماتو زمینه برابره کړي.
ډاکټر حکیمي وایې پلان کې لري، چې سږکال دمعتادینو لپاره روغتون فعاله کړي، چې تر شلو کسانو پوري د بستر کولو وړتیا ولري او په خوا کې به یې دهغوي ښه درملنه هم وشي.
نوموړي وايي، چې دولسوالیو لپاره دبېل روغتون جوړول او دولسوالیو لیري پرتو سیمو روغتیايي مرکزونو ته به پاملرنه زیاته کړي.
په زابل کې د طالبانو مرستیال والي سلیمان اغا بهیر، د زابلي ډاکټرانو ستاینه وکړه او ویویل چې دوئ د روغتیا برخې ملاتړ کوي او ددې برخې د پیاوړتیا لپاره به کار کوي.
د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې خلک په روغتيايي برخو کې ګڼې ستونزې لري او له مسوولينو غوښتنه کوي چې ليرې پرتو سيمو ته روغتيايي چوپړونه وغځوي.
