ارزګان خلک: د طالبانو له راتګ وروسته د ناچارۍ سختې ورځې تیروي

اطلاعات روز: په هېواد کې ترسياسي بدلون وروسته خلک له زياتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خلکو کار روزګار په ټپه ولاړ دی.

ارزګان کې د نورو ولايتونو په څير خلک وايي، مرستو ته اړتيا لري او دولت دي ورسره په بيلابیلو برخو کې مرستې وکړي.

ددغه ولايت اوسيدونکي وايي له يوې خوا د کار نه شتون او له بل پلوه د توکو لوړ قيمتونو څخه سخت په تنګ راغلي دي او د شپې تیریدو لپاره هیڅ هم نه لري.

زر بي‌بي چې په مرکز ترينکوټ کې د خپلې ۷ کسيزې کورنۍ ساتنه او پالنه کوي وايي، په تيرو وختونو کې به يې په ښار کې خیرات ټولولو مګر اوس خیرات څوک نه ورکوي. نموړې ميرمنې له مرستندويه ارګانونو او د طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې له دوئ سره مرستې وکړي.

هغه وايي: «پخوا مې په ښار کې خیرات ټولولو دومره ډوډۍ به مې پیدا‌ کوله چې شپه پرې تيره کړم خو، اوس چې هره څه ګران شوي دي، کور کې مې هيڅ هم نشته».

شاه ګله بیا بله هغه ميرمن ده چې په کورنۍ کې يو معيوب زوی لري وايي هره ورځ مرستدويه موسیساتو ته ورځې خو هغوئ ورته هيڅ پام نه کوي او مرستې پر خپلو خپلوانو ویشي. هغه وايي ژمۍ يې په ډيرو ستونزو کې تیر کړ، د کور توکي یې د ډوډۍ په بدل کې خلکو ته ورکړل او نور د شپې تیریدو لپاره کور‌ کې هيڅ نه لري.

دې وويل: « ځوانان خلک وي هغوئ ته مرستې ورکوي خو موږ ته نه رسيږي موږ په کور کې هيڅ هم نه لرو اخر موږ څه وکړو ژمی مې په ډيرې سختۍ تير کړی نور قسم دی که هيڅ هم لرمه».

عبدالباري چې د ارزګان ولايت د سرخوم سيمې اوسيدونکی دی طالبانو څخه د مرستو غوښتنه کوي او زياتوي چې یا دې طالبان ورته کار زمینه برابره کړي او یا دې ورسره مرسته وکړي ځکه په کور کې خوراک لپاره څه نه لري.

ده وويل: « موږ کور کې شل تنه یو، ټولو ته زه ډوډۍ پیدا کوم، ټول وطن کې څوک ډوډۍ نه لري باید د خلکو سره مرسته وشي زه هره ورځ ښار کې کار پسې ګرځم خو، نه پیداکيږي».

په ورته وخت کې ارزګان کې د طالبانو ولايتي چارواکي مني چې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او وایي چې دامهال د يو شمير موسېساتو لخوا څخه خلکو ته د بشري مرستو ویش دوام لري.

دارزګان ولايت مقام لپاره د طالبان وياند قاري محمود مدثر يې په اړه اطلاعات روز ته وويل چې له موسېساتو سره غږيدلی او هڅه کوي چې مرستې خلکو په شفاف ډول وویشل شي.

مدثر وایي « دارزګان والي د موسېساتو سره وخت پر وخت غږیږي، ترڅو ټولو خلکو ته بشرې مرستې ورسوي زموږ هڅه ده چې دارزګان ليري پرتو سيمو ته هم دغه بشرې مرستې ورسول شي موږ د مرستو د سروې لپاره خپل کسان هم د موسېساتو سره يو ځاي کړي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د ساتنې نړیواله اداره (Save the children) وایي، په افغانستان کې اوس‌ مهال ۹۶ سلنه کورنۍ محدودو خوړو ته لاسرسی لري او یا داسې خواړه خوري چې نه‌ یې غواړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه