ارزګان کې د طالبانو پوهنې ریيس: زده‌کوونکي او ښوونکي دې، شرعي لباس کې ښوونځيو ته راشي

اطلاعات روز: ارزګان کې د ۱۴۰۱ ښوونيز کال پېل سره د پوهنې طالب مسوولينو د ښوونکو او زده کوونکو څخه غوښتنه کړې چې په شرعي لباس کې ښوونځيو ته ځانونه حاضر کړي.

تیره ورځ (چهارشنبه ،۳ د وري) د هېواد په ټولو سړو سیمو کې نوی ښوونيز کال پیل شو.

ارزګان کې هم د نورو ولايتونو په څير د شپږم ټولګي څخه پورته ښځینه ښوونځي د نجونو پرمخ تړلي پاتې شول.

د ارزګان ولایت د پوهنې طالب ريیس مولوي خيرالله حقنما د ښوونځيو د پرانېستلو په مناسب جوړه شوې غوڼډه کې زده کوونکو، ښوونکو او د ښوونيز بهير له ټولو مسئولينو غوښتنه وکړه چې په شرعي لباس ځان جوړ کړي او وروسته دي ښوونځيو ته راشي.

هغه د خلکو څخه غوښتنه وکړه چې خپل اولادونه ښوونځیو او مدرسو ته وليږي او زده کوونکو ته یې ډاډ ورکړ چې د زده کړې برخه کې به ددوئ پوره ملاتړ کوي.

هغه وايي: « د پوهنې رياست مسئولين، ښوونځيو مسئولين، زده کوونکي ټول باید د زده کړو مرکزونو ته په اسلامي لباس کې راشي».

حقنما د ښوونيز بهير ټولو کارکوونکو او ادارې مسولينو ته دنده ورکړه چې د خپل کار ځايونو څخه دې ملي بیرغ لېرې کړي او پر ځای دې د طالبانو بیرغ ولګول شي.

بل پلوه ښځینه زده کوونکې پرطالبانو غږ کوي چې دوئ ته د زده کړو اجازه ورکړي او ښوونځي دې پرانیزي.

د ارزګان، ملالۍ  ليسې زده کوونکې پلوشه وايي، هيله يې درلوده چې په نوي ښوونيز کال کې به يې زده کړې پېل شي خو، دا هیله یې پوره نشوه.

هغه وايي په افغانستان کې دانجونو زده کړې ته زياته اړتيا ده او طالبان دې ژر تر ژره ښځينه مکاتب خلاص کړي.

پلوشې اطلاعات روزته وويل:«موږ داڅو مياشتي په کور کې تيرې کړي او هيله مو درلوده چې په نوي کال کې به طالبان موږ ته اجازه راکړي چې ښوونځيو ته ولاړې شو اوس چې طالبانو د زده کړو مخه ونيوله زه سخته خپه شوم او له طالبانو غواړم چې د انجونو مکاتب خلاص کړي».

په پام کې وه چې د څو میاشتو ځنډ وروسته د نجونو ښوونځي د (چهارشنبه ،۳ د وري) پرانستل شي، بلکي تړلي پاتې شول او طالبانو تر امر ثاني پورې ښځینه ښوونځي وتړل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه