اشرف غني: که په حذف او انحصار تکیه وکړو، د جنګ لمبې به بلې شي

Afghanistan's President Ashraf Ghani addresses the nation in a message in Kabul, Afghanistan August 14, 2021. Afghan Presidential Palace/Handout via REUTERS/Files

اطلاعات روز: پخواني ولسمشر اشرف غني  د نوي کال په مناسبت خپور شوي پیغام کې د طالبانو نوم نه یادولو سره ویلي چې په « حذف او انحصار» تکیه کول به بدې پیښې رامنځ ته کړي او د جنګ لمبې به بیا بلې شي.

هغه په خپل غږیز پیغام کې چې تیره شپه ( دوشنبه ۱ د وري) خپور شوی، ویلي چې د افغانستان ولسونه په سختو شرایط کې د نوي کال شاهدان دي.

اشرف غني زیاته کړې چې د افغانستان خلک په دوه لارې کې قرار لري « که چیرته تیرې تیروتنې تکرار کړو او یو بل ونه منو، په حذف او انحصار تکیه وکړو، بدې پیښې به رامنځ ته شي او د جنګ لمبې به زیاتې شي.

پخواني ولسمشر زیاته کړې، بدیله لاره د ټولو حقونو ته درناوی په ځانګړې توګه ښځو ته، د زړونو یو کول، یووالی او  یو بل منل دي.

غني ویلي پدې ورځو کې افغانې میرمنې د سختې پریکړې سره مخ دي چې خپل کوم بچي ته ډوډۍ ورکړي.

هغه وړاندیز کړی چې د افغانستان اوسني او راتلونکي وضعیت لپاره دې د خبرو اترو یو ملي اجماع رامنځ ته شي. د هغه په وینا ددې خبرو اترو لومړني موضوع دې په افغانستان کې بشري وضعیت وي.

همدارنګه اشرف غني ویلي، د افغانستان  بشري وضعیت شننې ته اړتیا لري او نه باید دا هیواد د بشري مرستو مستعمره وي.

د هغه په وینا د خبرو اترو په اجنډا کې باید یو بحث افتصادي طرحه وي.

پخوانی ولسمشر زیاتوي، ملي یووالی او ددې اصل منل چې افغانستان د ټولو کور دی او د حل لاره داده چې هیڅ «افغان» د بل «افغان» څځه لوړ ندی.

هغه ویلي « یو بل منلو سره  موږ کولای شو چې په بنسټیزه توګه یوې ریښتینې سولې ته ورسیږو، ترڅو مختلفې ډلې په ځانګړې ډول هغه کسان چې یو دبل سره جنګیدلي، دیو ګډ کور لپاره کام واخلي»

ښاغلي غني په دې پیغام کې د طالبانو نوم نه یادولو سره ویلي چې د قدرت ترلاسه کول اسان دي، ولې تحکیم او ټینګول یې سخت.

هغه زیاته کړې، د یوېشتمې پیړۍ حکومتولي، په متوازن انکشاف، عادلانه ویش او دخلکو د ضرورتونو د حل پر اساس ترسره کېږي.

پخواني ولسمشر وایي ملي مشروعیت د خلکو په واسطه په لاس راځي او د ملي مشروعیت پرته منطقوي او بین المللی مشروعیت ګران دی.

اشرف غني زیاته کړې د افغانستان ثبات او ارامي به سیمې او بین الملل پورې تړلی دی، ولۍ افعانستان باید بې طرفه وي او نه باید د قدرتونو ترمنځ د جنګ ډګر وګرځي. هغه په اخر کې ټینګار کړی چې شته امکانات او د افغانستان موفیعت ته په کتو کولای شي دا هیواد د اسیا په خوځنده زړه بدل کړي. غني زیاته کړې چې دهغه اووه کلن حکومت دا اقتصادي خوځښت ثابت کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه