اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو امنيتي مسوولين وايي، هغه درې کسان يې نيولي چې له هيواد څخه يې ګاونډي پاکستان ته وسله قاچاقوله.
دې ولايت لپاره د طالبانو د ځانګړو ځواکونو قومندان اسدالله افتخار پرون «۲۹ د کب» ويلي، چې د غزني ولايت درې تنه اوسېدونکي چې غوښتل يې له پکتيکا ولايت څخه پر ډيورنډ فرضي کرښه يو شمېر وسله پاکستان ته قاچاق کړي، د کشفي راپورونو پر اساس نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې له دغو کسانو سره په نيول شوې وسله کې ۵ ميله کلاشينکوف، تومانچې او په زياته اندازه بېلابېلې مرمۍ شاملې دي.
څه موده وړاندې هم په دغه ولايت کې ځينې کسان د وسلو قاچاق په تور نیول شوي و.
دا ډول پېښو خلک اندېښمن کړي او د مخنيوي غوښتنه يې کوي.
