اطلاعات روز: د افغانستان برښنا شرکت د ازبکستان هیواد څخه د وارداتي برښنا د بېرته تړل کیدو خبر ورکړ.
تیره شپه (شنبه، ۲۸ د کب) د ازبکستان هیواد وارداتي برښنا د زورور توپان له امله پرې شوې وه. د ازبکستان برښنا پرې کیدو سره، کابل او یو شمیر نور ولایتونه د برښنا د کمي سره مخ شول.
د برښنا شرکت ویلي چې د ازبکستان برښنا تړل کیدو سره د کابل او ولایاتو بریښنا عادي حالت ته ګرځیدلې.
تیره ورځ د بریښنا شرکت په هرات ښار د ترکمنستان وارداتي بریښنا د تړل کیدو خبر ورکړی و. ددې شرکت په وینا د هرات بریښنا د رباط سنګي په سیمه کې د زورور توپان له امله پرې شوې وه.
