د خاک افغان اوسيدونکي: طالبان دې زموږ اساسي ستونزې حل کړي

اطلاعات روز: د زابل ولايت خاک افغان ولسوالۍ چې د زابل د حاصل خيزو ولسواليو له ډلې ده، خلک يې د طالبانو له حکومته د اساسي ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د دې ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، دا تېر شل کلونه له پرمختیايي بهیره شا ته پاتې شوي دي. دوی زیاتوي، له مرکز سره د اساسي سړکونو، روغتونونو او ښوونيزو مرکزونو رغيدل يې اساسي غوښتنې دي.

دوی وايي له ولسوالۍ څخه سخت ناروغان په زياتو ستونزو تر مرکز قلات پورې رسوي. د دې ولسوالۍ دوو اوسيدونکو صديق الله فضل محمد کليد ته وويل، چې په يادې ولسوالۍ کې د روغتونونو د نشت له امله يې ناروغان په لارو کې ژوند له لاسه ورکوي.

دغه خلک له طالبانو غوښتنه کوي چې شته ستونزې ورته حل کړي او خاک افغان ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

صديق الله: «د بیارغونې يو کار نه دی سوی، درې ستونزې لرو لکه د لارې د مکتب او روغتونونو د ناروغان موټر ته واچوو په ۳ ساعته کې يوازې تر شاه جوی ولسوالۍ رسيږي دولت دې موږ ته پاملرنه وکړي او زموږ ستونزې دې حل کړي.»

په ورته وخت کې د زابل د طالبانو مسوولين هم د دغو خلکو ستونزې مني او زياتوي چې د زابل خاک افغان ولسوالۍ کې په تيرو شلو کلونو کې د بیارغونې، ښوونې او روغتيايي برخه کې کار نه دی شوی.

د زابل لپاره د طالبانو مرستيال والي سليمان اغا وايي، په راتلونکي کال کې د ټولو ولسواليو د خلکو د اساسي ستونزو د حل لپاره پلان لري.

نوموړی وايي، د خاک افغان ولسوالۍ د خلکو يادې ستونزې به د طالبانو د لوړپوړو چارواکو او خيريه موسساتو سره شريک کړي، ترڅو يادې ولسوالۍ ته پاملرنه وشي.

سليمان‌اغا وويل: «د خيريه بنسټونه د لارو روغتونو او تعليمي مرکزونه جوړوي او په کار بوختې دي. هغوی ته موږ وايو ترڅو د دغو خلکو سره مرستې وکړي او انشالله طالبان پلان لري چې په نوي کال کې ټولو ولسواليو او خاک افغان ولسوالۍ ته خاصه پاملرنه وکړي.»

د خاک افغان ولسوالۍ اوسيدونکي چې د تيرو جګړو پر مهال ورته مالي او  ځاني زيانونه هم اوښتي دي اوس يې خلک د سخت غربت سره ژوند کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه