اطلاعات روز: د لوړو زده کړو وزارت طالب چارواکي وايي، د هیواد په ټولو پوهنتونونو کې به هغو ستونزو ته رسېدنه کوي، چې اوس مهال ورسره زده کړیالان مخ دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخواه پکتیا ته په سفر کې ویلي، چې په هیڅ صورت ورته د درسي بهیر پر وړاندې خنډ جوړول د منلو وړ نه دی.
په همدې حال کې بیا د پکتیا پوهنتون رهبري او زده کړیالان له لوړو زده کړو وزارت د درسي بهیر پر وړاندې د ځینو اړتیاوو د بشپړېدو غوښتنه کړې.
مرستیال لطف الله خیرخوا وايي دوی هڅه کوي، چې هیواد کې د ټولو پوهنتونونو درسي بهیر لا معیاري او نیمګړی نصاب بشپړ کړي.
نوموړي همدا راز ډاډ ورکړ، چې د درسي بهیر پر وړاندې به د خنډ او ځنډ رامنځته کولو اجازه ور نه کړي.
په همدې حال کې بیا د پکتیا پوهنتون مسوولینو او زده کړیالانو له راغلي پلاوي غوښتنه وکړه، چې د دغه پوهنتون شته نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې وکړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت همدا لوړپوړی چارواکی په داسې مهال پکتیا ته راځي، چې د نظام له بدلون وروسته د دغه ولایت په پوهنتون کې ځینې پروژې نیمګړې پاتې شوې او لا یې هم بیاځل د بشپړېدو کار نه دی پیل شوی.
