محمدیوسف وفا: که بیاځلي ماشوم څاه ته وليږي د څاه خاوند به محکمه شي

اطلاعات روز: کندهار لپاره د طالبان والي محمديوسف وفا په کندهار کې د څاګانو له خاوندانو غوښتي چې د خپلو سر لوڅه څاګانو سرونه پټ کړي او زياته کړې یې ده که په کومې سرلوڅې څاه کې ماشوم وليږي، د څاه خاوند به محکمه کړي.

والي دغه څرګندوني په کندهار کې د هغه کس سره په ليدنه کې وکړي چې د تيرې دوشنبې په ورځ يې په خاکرېز سيمه کې يوه اته کلنه ماشومه د ۱۰۵ متره څاه څخه په ځانګړي مهارت راويستل.

کندهار والي په خپلو خبرو کې د طالبانو د کورنيو چارو د سرپرست وزير سراج الدین حقاني د هدایت مطابق د کندهار ښار د ټولو حوزو آمرینو، د ولسوالیو امنیه قومندانانو، ولسوالانو او اړونده ادارو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو اړونده سیمو کي هر وخت په تکراري ډول ټولو برمه وهونکو او د سیمو اوسېدونکو ته ځانګړې لارښوونه وکړي چې د خپلو برمو سرونه ورته پټ کړي.

محمديوسف وفا وويل که بیا ځلې دغه ډول پيښه تکرار شي د څاه خاوند به محکمه شي.

هغه په ورته وخت کې د هغه کس ستاينه وکړه او پګړۍ يې ورته پر سر کړه چې تر ۲۳ ساعتونو د ژغورنې عمليات ترسره کيدو ورسته يې په څاه کې بند پاتې ماشومه وژغورله.

والي وويل هغه ماشومه چې څاه ته لوېدلې وه او وژغورل شوه چې دا مهال يې روغتيايي حالت ښه دی.

د امين الله په نوم هغه کس چې ياده ماشومه يې مرګ څخه ژغورلې ده، وايي چې له تېر یوه کال راهیسي یې د یادې مشینرۍ پر جوړښت کار پيل کړی و او دا یې لومړۍ ماشومه وه چې وژغورله.

د کندهار ولايت مقام مسوولين وايي د تيرې پنجشنبې په ورځ د نجلۍ ژغورونکي او د يادې نجلۍ پلار د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره هم ليدلې دي او د ملا هبت الله د دواړو سره د نغدو پيسو مرسته هم کړې ده.

په همدې وخت کې د کندهار اوسيدونکي بیا د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې د هغو کسانو پر وړاندې چلند جدي کړي چې د خپلو څاګانو سرونه نه پټوي.

د کندهار يوه اوسيدونکي نوراغا پټان اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې لاهم د کندهار په مرکز او ولسواليو کې زيات شمير سر لوڅي څاګان موجود دي او طالبان باید د هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې د څاګانو سرونه لوڅ پريږدي.

هغه له خلکو څخه هم غوښتنه وکړه چې د خپلو څاګانو د سرونو خوندي ساتلو ته پام وکړي ترڅو ددغه ډول پيښو کچه ټيټه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستيو څو مياشتو کې په سويلي ولایتونو کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولايتونو کې ۹ ماشومان ژورو څاګانو ته لويدلې دي چې ۲ تنه ژغورل شوي او پاتې ۷ ماشومانو په څاګانو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه