اطلاعات روز: د ننګرهار ولايت بېلابېلو سيمو کې تېز باران او ږلۍ شوې چې له امله يې پر سلګونه جريبه ځمکو ولاړ فصلونه له منځه تللي او درېيو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه پورې د دغه ولايت له لعلپورې، کامې او هسکې مېنې ولسواليو څخه د درنو مالي زيانونو او مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.
د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ ولسوال قاري ابوبکر نن (شنبه، ۲۸ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې تیره ورځ د دغې ولسوالۍ مختلفو سيمو کې تېز باران او ږلۍ ورېدلي دي.
هغه زياته کړه، د دې ولسوالۍ په «بوټيارانو» کلي کې يو سپينږيري او باريکاب سيمه کې يوې مېرمنې د ورښت له امله ژوند له لاسه ورکړی او يوه بله پيغله نجلۍ ټپي شوې ده.
نوموړی وايي، چې سلګونه جريبه ځمکه باندې ولاړ فصلونه هم له منځه تللي دي او يو شمېر څاروي هم تلف شوي دي.
دغه راز د کامې ولسوالۍ يو اوسېدونکي نورمحمد هم اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دغې ولسوالۍ کې هم ږلۍ او باران ګڼ فصلونه او د مېوو بڼونه زيانمن کړې دي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ يو اوسېدونکي محمد ولي هم وايي، چې د دغې ولسوالۍ مختلفو سيمو کې سخت باران او ږلۍ کروندګرو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.
د يادولو وړ ده چې تر مازيګر وروسته د ننګرهار ولايت مختلفو سيمو کې سخت باران شوی چې ځينو ولسواليو کې يې ږلۍ هم له ځان سره درلوده او ډېر مالي زيانونه يې اړولي دي.
ننګرهار کې طالب چارواکو ویلي له زیانمنو شویو کورنیو سره یې د مرستو لړۍ پیل کړې ده.
