اطلاعات روز: لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ د خپلمنځي شخړې له امله درې تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
لغمان کې د طالبانو د والي ویاند صلاح الدین زاهد نن (شنبه، ۲۸ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې پېښه تیره ورځ ماښام مهال د مرکز مهترلام اړوند «ډول اباد» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې، چې پرمهال یې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.
نوموړی وایي، وژل شوي کسان درې واړه ورونه دي.
د والي ویاند همداراز زیاتوي چې طالب امنیتي ځواکونه په وخت سیمې ته رسیدلي او د پېښې په تور د درې تنو د نیول کیدو ترڅنک یې یو میل کلاشینکوف، پنځه میله چرهییز، یوه چانټه او شپږ عدده د کلاشینکوف شاژورونو هم ترلاسه کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول پېښه رامنځته کیږي له دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې لامل یې خپلمنځي ستونزې ښودل شوې دي.
