اطلاعات روز: د ننګرهار اوسېدونکي وایي، د طالبانو حکومت شاوخوا اووه میاشتې کېږي، خو لا هم طالب ځواکونو ته ځانګړی یونیفورم نه دی ورکړل شوی، چې له امله یې عام وګړي د ځواکونو توپير نه شي کولی.
د ننګرهار اوسیدونکي حضرت الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د نظامیانو لپاره یونیفورم شرط دی، تر څو ولسونه باوري شي، چې څوک یې ساتنه کوي او څوک یې د مال د غلا په لټه دي.
د نوموړي په خبره د طالبانو د ځانګړي یونیفورم د نشتون له امله د طالبانو په لباس کې غلاوې زیاتې شوي، چې ولسي خلک یې اندیښمن کړي دي.
حضرت الله زیاته کړه: «د طالبانو د ځآنګړي یونیفورم د نشتون له امله دلته په ښار او ولسوالیو کې غلاوې هم زیاتې شوي او خلک دا غله هم نشي پيژندلی، ځکه دوی هم ځانونه د طالبانو په لباس برابر کړي وي، نو که چیرې طالب ځواکونو لپاره ځآنګړی یونیفورم جوړ شي دا به ډیره ښه وي.»
د جلال اباد ښاراوسېدونکي عاشق الله اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د نظامیانو په نوم ترې یو شمیر وسله وال کسان باج اخلي او دوی نه پوهیږي چې دوی طالبان او یا وسله وال غله دي.
د هغه په خبره په وروستیو کې په جلال اباد ښار کې د وسلوالو غلاوو پېښې ډېرې شوې او خلک ان د شپې له مخې سفر ته زړه نه ښه کوي او له کوره بهر نه وځي.
عاشق الله زیاته کړه: «اړوند مسوولان دې خپلو سرتېرو ته یونیفورم ورکړي، تر څو د دوی له نوم څخه خلک ناسمه استفاده ونه کړي او د خلکو کورونه چور نه کړي، ځکه په دې وروستیو کې د طالبانو له نوم څخه ځینې وسله وال غله ګټه اخلي او د ولسي خلکو کورونو څخه غلاوې کوي.»
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخیلو سیمې یو اوسیدونکي شمس الحق اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په دې وروستیو کې ګڼ کورونه د دوی په سیمه کې د نظامیانو د نوم نه په ګټې اخیستلو پلټل شوي او د کار ګڼ توکي ترې وړل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې د غلو او نظامیانو معلومات ورته ځکه نه کېږي، چې تر دې دمه نظامیانو ته ځانګړی یونیفورم نه دی ورکړل شوی.
شمس الحق زیاته کړه: «زمونږ د بهسودو په ثمرخیلو سیمه کې یو شمیر خلک راغلل او ځانونه یې طالبان معرفي کړل کورونه یې تلاشي کړل او هر څه یې ورڅه غلا کړل خو وروسته چې خبر شو هغوی طالبان نه وو، بلکې وسله وال غله وو.»
بل لور ته د ننګرهار د ملي امنیت رئیس ډاکتر بشیر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ځواکونو یې ۸ هغه غله نیولي، چې څه وخت وړاندې یې د نظامیانو له نوم استفاده کوله او د خلکو کورونو ته د لوټ لپاره ننوتل.
نوموړی وایي، چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او ویلی یې دي چې ګڼو کورونو ته په تېرو دوه میاشتو کې ننوتي وو او هغه توکي چې بیه یې لوړه وه، له ځان سره وړي دي.
په ورته وخت کې د پوځي چارو شنوونکي د طالبانو لپاره ځانګړی یونیفورم مهم بولي او وایي، نظامیان که یونیفورم ونه لري، اغېز به یې کم وي او ولسونو ته یې تشخیص ګرانېږي، چې په دې سره به د ولس او حکومت ترمنځ واټن منځته شي.
د شنوونکو په خبره، همدا تشه دې ته زمینه برابروي، چې نورو وسله والو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره شي او یو ځل بیا دلته مرګونه او هغه څه وشي، چې اوس خلکو ته له باور ډېر لرې ښکاري.
