اطلاعات روز: نورستان ولایت کې یو پخواني جهادي قوماندان ګڼ شمیر وسلې او مهمات ځایي طالب چارواکو ته سپارلي دي.
د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون پرون (چهارشنبه، ۲۵ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دې ولایت د واما ولسوالۍ یو پخواني جهادي قومندان حاجي عثمان په خپله خوښه یو شمیر سپکې او درنې وسلې طالب ځواکونو ته وسپارلې.
نوموړی وایي، د نورستان ځایي امنیتي چارواکو هم د یاد اقدام هرکلی کړی او له نورو هغه کسانو یې غوښتي چې لا هم ورسره حکومتي وسلې، وسایط او یا نورې وسایل موجود دی، تر هغه وړاندې، چې امنیتی ځواکونه یې ترې تر لاسه کړي خپله دې اړونده ادارو ته وسپاري.
لټون زیاته کړه: «نورستان کې د حاجي عثمان په نامه یو پخواني جهادي قومندان په خپله خوښه حکومت ته یو راکیټ، درې ميله کلاشینکوف، ۴۷ د راکیټ مرمۍ، ۳ میزایل،۳ مخابرې او یو شمیر نور مهمات شامل دي.»
له دې څو ورځې وړاندې په لغمان ولایت کې هم یو شمیر کسانو په خپله خوښه ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو منسوبینو ته ۱۱ میله بیلابیل ډوله سپکې او درنې وسلې سپارلې وې.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په کابل او ولایتونو کې کور په کور تالاشي پیل کړې او له ډېرو ځایونو او کورونو یې بېلابېل ډوله وسلې او نور نظامي تجهیزات موندلي او ترلاسه کړي دي.
خو په کور دننه او بهر د طالبانو دغه لټون له نیوکو سره هم مخ دی او له طالبانو غواړي چې دغه لړۍ ودروي.
