اطلاعات روز: د ارزګان مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې ۵۶ روغتيايي دولتي مرکزونه لري، خو لا هم ډير شمير يې په شخصي کورونو کې فعاليت کوي چې د قراردادي موسساتو له خوا ورته په کرايه نيول شوي دي.
د ارزګان ولايت د ولايتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال په يوې جوړې شوې غونډه کې د مسولينو څخه غوښتنه وکړه چې د دولتي روغتيايي مرکزونو لپاره دې ودانۍ جوړې شي.
وطنوال وايي، په دغه ولايت کې د ۵۶ روغتيايي مرکزونو له ډلې ۴۲ په شخصي کورونو کې دا مهال فعاليت کوي.
نوموړي وويل: «په ارزګان کې زيات روغتيايي مرکزونه چې اوس فعاليت کوي په شخصي کورونو کې دې دغو روغتونو ته باید ودانۍ جوړي شي دغه اوس د ۵۶ روغتيايي مرکزونو څخه ۴۲ يې په شخصي کورونو کې دي.»
د ارزګان اوسيدونکي هم غوښتنه کوي چې حکومت دې په هغو سيمو کې چې دا مهال روغتيايي مرکزونه په کې نشته او فعاليتونه يې په شخصي کورونو ترسره کيږي، ودانۍ دې ورته جوړې شي.
د ترينکوټ يو اوسيدونکي حمدالله په دې اړه اطلاعات روزته وويل چې په شخصي کورونو کې د روغتيايي مرکزونو فعاليت د ناروغان له ستونزو سره مخ کوي ځکه په خبره يې چې هغه امکانات چې په يوه مجهز روغتون کې باید وي په شخصي کورونو کې نشته.
نوموړي له طالبانو په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
هغه وايي که د روغتونو لپاره مجهزي ودانۍ جوړي شي له يوه خوا به دولت ته د مياشتي کرايي پاته شي او له بل پلوه به ناروغان په روغتونو کې د ټولو امکاناتو څخه برخمن شي.
دی وايي: «دا چې اوس په شخصي ځايونو کې روغتونونه فعاليت کوي دا يوه لويه ستونزه ده دولت باید دغې برخې ته جدي پاملرنه وکړي ځکه چې په شخصې کورونو کې چې روغتونه فعاليت کوي اساسي ستونزه يې خلکو ته ده ځکه د روغتيا په برخه کې هغه امکانات چې باید په يوه روغتون کې موجود وي په شخصې کورونو کې نه شته.»
د ارزګان د روغتيا د برخې چارواکي هم دغه ستونزه تاييده وي چې په شخصي کورونو کې روغتيايي چاري سمبال کوي.
د ارزګان د عامي روغتيا ريس ډاکټر محمد الله روحاني په اړه اطلاعات روز ته وويل چې د يو شمير روغتيايي مرکزونو لپاره غيري دولتي موسیساتو شخصې کورونه په کرايه نيولي دي او د يو شمير روغتيايي مرکزونو ودانۍ بیا د تيرو جګړو امله ويجاړي شوي دي.
نوموړی ونه وويل چې په څومره ندازه روغتيايي مرکزونه په شخصې کورونو کې دي خو زياته يې کړل چې دوی هڅې رواني کړي دي ترڅو ددغو روغتونو لپاره ودانۍ جوړي کړي.
هغه وايي: «دغه ستونزه په ټول افغانستان کې شته ارزګان کې هم يو شمير موسیساتو ځينو کلنيکونو ته خامه کورونه د کرايي په بدل کې نيولې دي او بل ستونزه داده چې د تيرو جګړو له امله هم ډير روغتونه ويجاړ شوي دي موږ ددغو روغتونو رغيدو لپاره هڅې رواني کړي دي او ژر به دغه ستونزه حل شي.»
د عامي روغتيا دغه ريس وايي چې په روغتونو کې د داکټرانو د کمي ستونزه دامهال په ټول ارزګان کې حل شوي ده خو زياتوي چې په ۵۶ روغتيايي مرکزونو کې تراوسه ښځېنه نرسه نشته.
هغه هيله لري چې په راتلونکي کې به ياده ستونزه هم حل شي.
په روغتونو کې شته ناروغان بیا د درملو د کمۍ څخه شکايت کوي او زياتوي چې ډير هغه درمل چې ناروغانو ته په کار ورځې اوس په روغتونو کې نشته او دوی يې په بازار کې پلوري.
په اړه يې يوه ميرمن چې د ترينکوټ ولايتي روغتون ته ورغلي وايي:«ټول ناروغان دلته
د ارزګان د ټولو روغتونو د درمل قرارداد په دغه ولايت کې د موی موسیسي کړی دی.
د موو(Move) موسیسي ولايتي مسول پیدالله ناصري دوی ۵۶ روغتیايي مرکزونو ته د يوې روبعي لپاره د ۱۸ نېم ميليونه افغانيو په اندازه درمل ځانګړي کړي دي ترڅو د ناروغانو ياده ستونزه حل شي.
دی وايي:«موږ ټولو روغتونو ته درمل ليږو او ترڅنګ يې ناروغان دا هيله لري چې زيات درمل واخلي ځکه دوی شکايت کوي موږ درمل راکړي.»
تردي مخکي هم خلکو شکايت کولي چې په روغتيايي مرکزونو کې دوی له زياتو ستونزو سره مخ دی.
