اطلاعات روز: د ننګرهار د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست مسوولین وایي، سږ کال یې د دې ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې خلکو ته پر شاوخوا ۱۲نیم سوه جریبه ځمکه بڼونه جوړ کړي دي.
د یاد ریاست ویاند اجمل سبحاني اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په جوړ شویو بڼو کې د ليمو، مالټو، شفتالو، انارو، الوچې، مڼو، سرو املوکو بوټي شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، چې جوړو شويو بڼونو کې یې سلګونو کسانو ته هم د کار کولو زمینه برابره کړې ده.
هغه هیله مند دی چې د یادو بڼونو په جوړېدو سره به راتلونکې کې بڼوالي بیاوړې، د بڼوالو او کروندګرو اقتصاد ښه او د دولت په عوایدو کې زیاتوالی راشي:
سبحاني زیاته کړه: «خوشبخاته سږ کال هم په ۱۲۵۰ سوه جریبه ځمکه د بېلابېلو بوټو بڼونه جوړي شوي، دا بڼونه په پچیر آګام، غني خېل، هسکه مېنه، سره رود، بټي کوټ رودات او نورو ولسوالیو کې بڼونه جوړ شوي دي.»
د سبحاني په خبره، ننګرهار لپاره د ۲زره او ۳سوه جریبه نورې ځمکې سروې هم شوې، چې د را روان مني موسم کې پرې د بڼونو جوړولو پلان شته دی.
بل لور ته بڼوال او کروندګر که څه هم له دې چارې خوښ او راتلونکي ته هیله مند دي، خو په دې برخه کې کاري وسایلو ته اړتیا لري.
حبیب الله چې ورته په دوه جریبه ځمکه بڼ جوړ شوی، له اطلاعات روز ورځپاڼې سره یې په خبرو کې له اړونده ادارو غوښتنه وکړه، چې بڼوالو ته دې د بوټو د پاللو او ساتنې په برخه کې هم مرسته وکړي.
نوموړی د دا ډول بڼونو جوړول د کوکنارو له کرکیلې د کروندګرو د مخ اړولو لپاره یو ښه بدیل بولي.
حبیب الله زیاته کړه: «دا باغونه یې موږ ته کېنول، موږ سره باید کومکونه وکړي، دوا او نورو اړینو برخو کې، موږ ځمکه بنده کړه خو د پاللو وس یې نه لرو دوی باید زموږ پوښتنه وکړي او مرسته مو وکړي.»
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې تر دې دمه یې بڼوالو او کروندکرو سره لومړنۍ اړینې مرستې کړي او راتلونکې کې هم ژمن دي، چې ورسره مرسته وکړي.
ننګرهار د هېواد یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی، چې په زیات شمېرخلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي کرنیزو پوهان هم په دې باور دي ، چې دا ولایت د کرنې او باغدارۍ لپاره ډېرې ښې ځمکې او مناسبه هوا لري او که ترې سمه ګټه واخیستل شي نو په دې سره به د ډېرو هغو محصولاتو او مېوو اړتیا په کور دننه پوره شي چې له نورو هېوادونو را واردېږي.
