د سړکونو بیارغونې غوښتنه؛ کنډوکپر سړکونو د جلال‌اباد اوسېدونکو ورځنۍ‌چارې ټکنۍ کړي

اطلاعات روز: د ننګرهار جلال‌اباد ښار اوسیدونکي او موټر چلوونکي د سړکونو له خرابوالي شکایت کوي او وایي، د یادو سړکونو د تخریب له امله نه شي کولی پر خپل وخت ورځنۍ چارې ترسره کړي.

د خلکو په خبره د ښار په داخل کې د سړکونو د تخریب له امله ښاري بې نظمي ورځ تربلې مخ په زیاتیدو ده چې ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی د ښار په داخل کې د تخریب شویو سړکونو د داغ ګیرۍ غوښتنه کوي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکي صابر خان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د سرکونو د تخریب لاملونه په سړکونو د درندو بار وړونکو موټرو له معیاري وزن زیات د توکو انتقال، پر قیر شویو سرکونو د خلکو له لوري دوامداره اوبو اچول او د سړکونو د جوړیدو په وخت کې د بې کیفیته موادو کارول یاد کړل.

صابر خان زیاته کړه: «جلال اباد ښار کې تخریب شویو سرکونو له امله له زیاتو ستونزو سره مخ یو، کلونه کیږي چې دا سرکونه تخریب شوي خو تراوسه یې د بیا رغونې لپاره بنسټیز کار ونشو، د خلکوغوشتنه دا ده چې باید  د ښار په داخل کې ټول تخریب شوي سړکونه باید داغ ګیري او اساسي ورغول شي.»

د خلکو په خبره د ښار په داخل کې د سړکونو د تخریب له امله ښاري بې نظمي ورځ تربلې مخ په زیاتیدو ده چې ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی د ښار په داخل کې د تخریب شویو سړکونو د داغ ګیرۍ غوښتنه کوي.

موټرچلوونکي هم ورته شکایت کوي او وایي، د جلال اباد ښار په بیلابیلو برخو کې پخواني جوړ شوي، سړکونه تخریب شوي او ځینې یې د تخریب له ګواښ سره مخ دي، چې د بیا لپاره اساسي ترمیم ته اړتیا لري.

یو تن موټر چلوونکي سید ادریس اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، د تخریب شویو سړکونو له امله نه يواځې دا چې له ستونزو سره مخامخ دي، بلکې ډیر کله ورته د یادو سړکونو د خرابوالي له امله مالي زیانونه هم اوړي.

نوموړی د جلال اباد ښاروالۍ د تخریب شویو سړکونو د بیارغیدو او داغ ګیرۍ غوښتنه کوي.

سید ادریس زیاتوي: «د سرکونو د تخریب او خرابوالي له امله نه یوازې چې مونږ ته یې مالي ستونزې اړوي بلکې د سړکونو د خرابوالي او تخریب له امله ښاري بې نظمي هم رامنځته شوې او خلک له زیاتو ستونزو سره مخ دي، له ښاروالۍ غوښتنه کوو چې تخریب سړکونه دې بیا ورغوي.»

په همدې حال کې دجلال اباد ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د تخریب شویو سړکونو د بیارغیدو هوډ لري.

نوموړی همداراز وایي، چې د ښار په ټولو ناحیو کې د تخریب شویو سړکونو د بیا جوړیدو او داغ ګیرۍ لپاره بودیجه منظور شوې چې په نیږدې وخت کې به یې چارې پیل شي.

بختي جان مراد زیاته کړه: «د جلال اباد ښاروالۍ په پلان کې لري چې د ښار په ټولو ناحیو کې تخریب شوي سړکونه په اساسي ډول بیا ورغوي او په دې برخه کې بودیجه هم منظور شوې ده، په نیږدې وخت کې به د ښار په ټولو تخریب شویو سړکونو کار پیل شي چې ورسره به شته ستونزې حل شي.»

له تيرو څو کلنو راهیسې نيوکې دا دي چې د سړکونو جوړیدو قرادادي شرکتونه د سړکونو د جوړولو پرمهال د بې کیفیته مواد ګټه پورته کوي او حکومت پرې سم څار نه لري، چې له امله يې سړکونه بیرته ژر تخریبیږي ، خو له نوی نظام بیا د خلکو غوښتنه دا ده چې د سړکونو د جوړیدو پرمهال دي په قرادادیانو د څار ترڅنګ د پروژې په تطبیق کې د سړک کیفیت او ښه والي ته جدي پاملرنه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه