اطلاعات روز: هلمند او کندهار ولایتونو کې څاګانو ته له لوېدلیو ماشومانو یو یې ژغورل شوی او د بل د ژغورلو هڅې روانې دي.
د تیرې ورځې (دوشنبه، د کب په ۲۳مه) راهیسې په هلمند او کندهار ولایتونو کې دوه ماشومان سر لوڅو څاه ګانو ته لوېدلې دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ راشد وایي، تېره ورځ د هلمند ولایت اړوند د نادعلي ولسوالۍ د ماتکي په سیمه کي د محمدګل په نامه یو ماشوم ۸۰ متره برمې ته ور لوېدلی و چې د ژغورلو تر هڅو وروسته وژغورل شو.
هغه وایي: «د محمد ګل په نوم چې یو ماشوم د ۸۰ متره برمې په ۵۵ متره کې بند و، له نیکه مرغه ماشوم د ځایي خلکو لخوا د برمې څخه راوایستل سو.»
بلخوا د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې هم یوه ماشومه ۸۰ متره د اوبو برمې ته لویدلې ده.
د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست ریس نوراحمدسعید نن سه شنبه سهار اطلاعات روز ته وویل، د (پلازو) په نوم ۷ کلنه ماشومه چې د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې یو ۸۰متره څاه ته لویدلې ده د ژغورلو هڅې یې روانې دي.
نوموړي وویل : «د خاکریز ولسوالي د لالک وزرک کلي برمې ته مو چې کوم ماشوم لویدلی د ژغورنې لپاره د ښار او ولسوالیو ټول پرسونل لکه فواید عامې والا، د روغتیا ریاست ټیمونه لکه آکسجن والا او داسې نور ټول ټیمونه روان سوي او پر لار دي. د هرې لارې کوشش کوو چې ماشوم وژغورل سي ان شاء الله.»
کندهار کې تیره مازدیګر د خاکرېز ولسوالۍ اړوند لالک او زرک سیمه کي د کوچیانو د یوې کورنۍ اوه کلنه انجلۍ ۸۰ متره کښته برمې ته لوېدلې ده.
د (پلازو) په نوم دغه نجلۍ د تیرې دوشنبې په ورځ سهار یادې سیمې ته د خپلې کورنۍ سره یو ځای را کډه شوي و.
دا په تیرو څو ورځو کې په جنوبي ولایتونو کې څلورم ماشوم دی چې د اوبو برمو ته لویږي.
