وروسته له هغه چې د افغانستان واک طالبانو ترلاسه کړی دی، ورسره په هېواد کې فقر او غربت زيات شوی او خلک له زياتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د نورو ولايتونو په څير په ارزګان کې هم په شاقه کارونو د بوختو ماشومانو شمير لوړ شوی دی او ډير هغه ماشومان چې په تيرو وختونو کې به يې په ښوونځيو کې زده کړې کولې، اوس د يوې ګولې ډوډۍ ترلاسه کولو په هدف په شاقه کارونو بوخت دي.
د ارزګان يو اوسيدونکی حاجي مولاداد چې په ارزګان کې د موټرو پرېمنځلځی لري، وايي هره ورځ له ۷ څخه تر ۸ پورې کم عمر ماشومان د ده کارځي ته د کار کولو موندنې لپاره ورځي.
نوموړی وايي، که څه هم په تیرو وختونو کې هم دغه ډول کم عمره ماشومان له ده څخه د کار غوښتنه کوله خو په خبره يې له کومه وخته چې طالبان واکمن شوي دي د کار غوښتونکو ماشومانو کچه زياته لوړه شوې ده.

نوموړي وويل په هغو ماشومانو کې چې د کار غوښتنه کوي ډير داسې ماشومان هم موجود وي چې په تيرو وختونو کې یې زده کړې کولې.
نوموړي اطلاعات روز ته وويل: «هره ورځ له ۷ څخه ۸ پورې داسې ماشومان دلته راځي او د کار غوښتنه کوي چې عمرونه يې زيات کم وي. خلک اوس سخت مجبوره دي په کار ده چې د دغو ماشومانو د کورنيو سره مرستې وشي تر څو هغوی بيرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»
عبدالجليل چې په مرکز ترينکوټ کې په يوې نانوايي کې د لسو ډوډيو ترلاسه کولو په هدف ورځ مزدوري کوي، وايي د کورنۍ سرپرستي يې ورترغاړې ده او په خبره يې چې که تر دې هم سخت کار پیداکړي اړ دی چې ویې کړي.
هغه وايي د زده کړو ترسره کيدو لوی ارمان لري خو په باور يې چې اوس غريبۍ او د کور سرپرستۍ اړ کړی چې کار وکړي او د خپلې کورنۍ لپاره يوه ګوله حلاله ډوډۍ وګټي.
عبدالجليل وايي که يې اقتصادي وضعيت ښه شي له شاقه کارونو به لاس واخلي او زده کړو ته به مخه کړي.
دی وايي: «په کور کې د ګټې وټې بل څوک نشته هره ورځ زه ښار ته راځمه ورځ مزدوري کومه وروسته د خپلې کورنۍ لپاره يو شی په اخلمه زه د کور سرپرست يمه.»

په ورته وخت کې يو شمير نور په شاقه کارونو بوخت ماشومان هم له خپل ناوړه وضعيت څخه په تنګ شوي دي او زياتوي چې مجبورۍ اړ کړي دي چې شاقه کارونه وکړي.
يوه ماشوم په دې اړه اطلاعات روز ته وويل: «زما نوم عبدالقوي دی زه په ښار کې کراچۍ چلومه سهار له کور څخه راوزمه تر ماښام دلته په ښار کې يمه زه مجبوره يمه چې کار وکړمه کنه د زده کړو ترسره کيدو لوي ارمان لرمه.»
يو بل تن وايي: «زما نوم فريد دی زه مخکې په يوولسم ټولګي کې ومه خو اوس دلته د موټرو په يوه ورکشاپ کې کار کومه، زده کړې پاتې شوي، دوې نېمې مياشتي کيږي چې دلته کار کومه مشر ورور مې هلته بل ځای په موټر پرينځلو ځای کې کار کوي موږ به دواړو دومره څه برابر کړو چې ماښام زموږ د کورنۍ د غړو خواړه شي.»
بي بي مريمه چې خپله هم په يوه کور کې مزدوري کوي او خپل يو ماشوم هره ورځ د موټرو ورکشاپ ته د کار کولو لپاره ليږي، وايي په کورنۍ کې ۸ تنه دي او اړه ده چې دا او مشر زوی يې چې ۱۲ کاله عمر لري د خپلې کورنۍ د ډوډۍ پیداکولو لپاره هر ډول شاقه کارونه وکړي.
نوموړې وويل چې خاوند يې په تيرو جګړو کې وژل شوی دی او اوس د کورنۍ سرپرستي دې ته ورغاړې ده.
دغې ميرمنې د مرستو پر ويش هم نيوکې وکړې او زياته يې کړه چې د مرستو په ويش کې فساد وي او هغه کسانو ته مرستې ورکول کيږي چې زور او زر ولري.
دا وايي: «زه خپله هم مزدوري کومه او زوی مې هم مزدوري کوي موږ په کور کې هيڅ هم نه لرو د ورځې يې پیداکوو د شپې يې خورو پخوا لاښه وه مرستې به هم راسره کيدلې خو دغه طالبان چې راغلي دي بیا موږ يوه مرسته هم نه ده ليدلې ټول پر خپلو خپلوانو دغه مرستې ويشل کيږي.»

په ارزګان کې د طالبانو چارواکي وايي، دوی مرستې په شفافه ډول پر اړمنو خلکو ويشي او هغه خبرې ردوي چې يادې مرستې اړمنو کورنيو ته نه رسيږي.
د ارزګان د ګډوالو چارو رياست مشرمولوي محمد يوسف اطلاعات روز ته وويل د ټولو مرستو لپاره دوی يوه کميټه جوړوي او د يادې کميټې له لارې د مرستو لپاره د اړمنو کورنيو سروې کوي.
په ارزګان کې د طالبانو چارواکو بیا په شاقه کارونو د بوختو ماشومانو د اقتصادي ستونزو په اړه څه نه دي ويلي خو زياتوي چې د زده کړو په برخه کې تر بل هر وخت يې زياتې هڅې کړي دي.
هغه وايي: «موږ يوه کميټه جوړه کړې، کله چې مرستې ويشل کيږي د هغې کميټې له لاري يې پر اړمنو خلکو ويشو.»
د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ ريس ملا محمداصف د اطلاعات روز سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل چې تر بل هره وخت اوس په ارزګان کې د ماشومانو لپاره د زده کړو زمينه برابره ده او په خبره يې چې دوی هڅه کوي ترڅو هغه ماشومان چې په شاقه کارونو بوخت دي زده کړو ته لاسرسی پیداکړي.
ملامحمد اصف وويل: «په هر کلي کې د ښوونځيو او مدرسو ترڅنګ محلي صنفونه هم لرو نوی حکومت په ارزګان کې د ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره هڅي زياتې کړي دي. خلک دې پر ښه راتلونکي باور ولري.»

د ارزګان ولايت د موسیساتو د برخې يوه مسول مولوي حسن د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې دوی د اړمنو بي سرپرسته ښځو او هغو کم عمره ماشومانو لپاره چې په شاقه کارونو بوخت دی، دوی به ورسره په بیلابيلو برخو کې ورسره مرستې وکړي.
خلک داسې مهال په شاقه کارونو د بوختو ماشومانو د زياتيدو خبر ورکوي چې په تيرو حکومت کې د ارزګان د بشري حقوقو مسولينو ويلي چې په ارزګان کې ۵۰ سلنه ماشومان د فقر او غربت له امله په شاقه کارونو بوخت دي خو له کله چې طالبان پر واک شوي دي د معلوماتو له مخې د دغه ډول ماشومانو شمير لاهم زيات شوی دی.
اطلاعات روز هڅه وکړه معلومه کړي چې په څومره اندازه ماشومان دا مهال په شاقه کارونو بوخت دي خو دقيق ارقام په لاس رانه کول شول.
