اطلاعات روز: د لوګر ځايي اوسېدونکي وايي، د لوګر پل عالم اړوند «کلنګار» سيمه کې د تېر نظام د يو نظامي قومندان «فرهاد اکبري» پر کور نامالومه وسله والو راکیټي برید کړی دی.
دا برید تېره شپه ناوخته (یکشنبه،د کب په ۲۲مه) شوی او په لوګر کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند احمد الله انس هم د پېښې پخلی کوي.
نوموړي نن دوشنبه اطلاعات روز ته وويل، د راکټ مرمۍ له نامالوم ځايه توغول شوې او د فرهاد اکبري د کور پر دېواله لګېدلې ده.
انس زياتوي، چې په دغه پېښه کې چاته ځاني تلفات نه دي رسېدلي، خو د هغه په وينا چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت له پرځېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د تېر نظام پر نظاميانو او نورو اړونده غړیو څو وارې بریدونه او د نیولو خبرونه خپاره شول، چې دغو بریدونو کې د ځینو د وژنې او ځینو نورو د ټپيکېدو راپورونه ورکړل شول.
که څه هم طالبان ټینګار کوي چې د تېر نظام ټولو نظامیانو او نورو غړیو ته یې ټولیزه بښنه کړې، خو د رسنیو راپورونو له مخې په ځینو ځایونو کې بیا دغه بښنه تر پښو لاندې شوې او مرګوني بریدونه شوي دي.
همدا څو ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو یوه وېډیو خپره شوه چې په کې ښکاري طالبان یو تن په ډزو ولي او وژني یې. که څه هم د دې وژنې کره وخت او ځای نه دی مالوم خو د ډېرو په ګمان چې دغه پېښه پنجشېر ولایت کې شوې ده.
