ننګرهار کې طالبانو لاهم د مشرانو امر نه دی منلی او وسلو سره تفرېح‌ځایونو ته ځي

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې خلک وایي، لا هم طالبانو د د دوی حکومت کورنیو چارو وزارت هغه پریکړه نه ده عملي کړې چې له مخې یې تفریحي ځایونو ته له وسلو سره د طالب ځواکونو په ورتګ بندیز لګول شوی دی.

د طالبانو کابینې د هغې پرېکړې خلاف چې تفریحي ځایونو ته یې له وسلو سره تګ منع کړی و، خو بیا هم په ننګرهار کې طالب ځواکونه او نور کسان له وسلو سره تفریحي پارکونو ته ځي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکي عزیزالرحمن اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، اوس هم د طالب ځواکونه تفریح ځایونو ته له وسلو سره ځي او په خبره یې دا په ولس کې ویره خپروي.

نوموړی د طالبانو له اوسني حکومت غوښتنه کوي چې د یادې چارې مخنیوی دې وکړي.

عزیزالرحمن زیاته کړه: «د جلال اباد ښار کې چې کوم تفریح ځایونه دي زیاتره وخت کې په کې طالب سرتیري له وسلو سره لیدل کیږي او ګرځي، چې دا پر خلکو یو منفي تاثیر کوي، غوښتنه کوو چې دوی هم تفریح وکړي خو له وسلو سره دې تفریحي پارکونو ته نه داخلیږي، چې په دې سره د خلکو ترمنځ ویره خپریږي.»

ننګرهاریان داسې مهال دا شکایت کوي، چې څه موده وړاندې د دوی د حکومت کورنیو چارو وزارت په یوه پریکړه کې ویلي و، چې طالب ځواکونه نور اجازه نه لري چې له وسلو، یونیفورم او وسایطو سره تفريحي پارکونو ته داخل شي.

خو اوس لیدل کېږی، چې دا پرېکړه نه ده عملي شوې.

د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکي محمد صادق اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، زیاتره وخت طالب ځواکونه له وسلو سره تفریحي پارکونو کې لیدل کیږي.

محمد صادق زیاته کړه: «د کورنیو چارو وزارت چې کومه پریکړه کړې وه چې باید تفریح ځایونو ته طالب سرتیري د اخل نشي دا پریکړه تراوسه په ننګرهار کې نه ده عملي شوې، ځکه دلته په تفریح ځایونو کې له وسلو سره طالب ځواکونو لیدل کیږي او دا یو ډول پر عامو خلکو بد اغیز کوي غوښتنه کوو چې د یاد کار مخنیوی وشي، څو عام وګړي وکولای شي په ډاډه زړه پارکونو کې تفریح وکړي.»

ارواپوهان هم په تفریح ځایونو کې د وسله والو ګرځېدل ناسمه چاره بولي.

اروا پوه نصیب الله ذکي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې په تفریح ځایونو کې د وسله والو کسانو ګرځیدل عام خلک له ذهني ګډوډۍ سره مخ کوي او غوښتنه کوي چې د یادې چارې مخنیوی دې وکړي.

نصیب الله ذکي زیاته کړه: «پارکونه او نور مېله ځایونه د تفریح لپاره دي چې انسان په کې ذهني سکون ترلاسه کولای شي، خو په دغه ډول تفریحي ځایونو کې د وسله والو شتون د عامو خلکو ذهن ګډوډي او په یو ډول رواني ناروغیو یې اخته کوي، نو ښه خبره دا ده چې په تفریح ځایونو کې باید د وسله والو کسانو هغه د حکومت عسکر وي او یا شخصي وسله وال وي باید مخنیوی یې وشي.»

 د یادونې ده، چې بل لور ته ننګرهار کې طالب امنیتي چارواکي د کورنیو چارو وزارت له دې پریکړې چې د طالب ځواکونه له وسلو سره تفریح ځایونو ته نه ورځي ناخبري ښیي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه